د ګلغونډۍ تپه؛ ښځو د ننوتلو اجازه نه درلوده او د نارینوو حضور پیکه وو

۸صبح، پروان: د ګلغونډۍ تپه چې د «ارغواني تپې» په نوم هم پېژندل کېږي، په تېرو کلونو کې د نوروز په ورځ له بېلابېلو ولایتونو نه د ښځو او نارینوو په ګډون د زرګونه هېوادوالو کوربه وه. طالبانو سږکال دغه ښکلی او د لیدو ځای ته د ښځو له ورتګ مخنیوی کړی دی. د هغو کورنیو په وینا چې دغه تفریحي ځای ته تللي وو، طالبانو خپل د امر به معروف او نهی از منکر لسګونه محتسبین د ګلغونډۍ د تپې په لاره ګمارلي وو څو دغې سیمې ته د ښځو د ورتګ مخنیوی وکړي. لیدونکي هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په ارغواني تپه کې د خلکو حضور پیکه و. سربېره پر دې، یو شمېر هېوادوال د ښځو پر وړاندې د طالبانو له لوري د محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتونکي دي.
د پروان اوسېدونکی احمد عبید، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي سږکال د نورو کلونو په پرتله، طالبانو ارغواني تپې ته د ښځو او کورنیو د ورتګ مخنیوی کاوه. نوموړی چې د تفریح لپاره ګلغونډۍ تپې ته تللی و، وايي: «ښځو ته یې اجازه نه ورکوله چې د تفریح لپاره ګلغونډۍ تپې ته راشي او د تېر کال په پرتله خلک ډېر لږ دي. خلک شوق او علاقه نه لري.» د عبید په خبره، یو شمېر کورنۍ چې د ګلغونډۍ تپې د لیدلو لپاره له لیرې او نېږدې ځایونو نه راغلې وې، د طالبانو له لوري اجازه ورنکړل شوه.
ډېری نارینه چې د نوي کال په لومړۍ ورځ د تفریح لپاره ګلغونډۍ تپې ته راغلي وو، وايي غوښتل یې د خپلو کورنیو له غړو سره دغه تفریحي ځای ته راشي، خو کله چې د طالبانو له پرېکړې نه خبر شول، یوازې د تفریح لپاره راغلل او وضعیت یې څېړلی دی.
د کابل ښار اوسېدونکی فیض الله، له خپلو نېږدې ملګرو سره دغه مېله ځای ته راغلی دی. نوموړی وایي چې د تېر کال په پرتله سږکال د نارینوو حضور هم پیکه و. فیض الله وړاندې وايي چې سږکال د تېرو کلونو په شان په شوق او علاقې دغه مېله ځای ته راغلی و، خو د لیدونکو د پیکه ګڼه ګوڼې په لیدلو خواشینی شوی دی.
د پلازمېنې دغه اوسېدونکی وايي: «دوه کاله وړاندې هم د ګلغونډۍ تپې ته راغلي وو او د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه . ښځې او نارینه هر چېرې ناست وو او د دغه ځای له ښکلا یې خوند اخیست. دغه راز تېرو کلونو کې د شهرنو پارک ته تللو، خو سږکال پروان ولایت ګلغونډۍ تپې ته راغلو، ګڼه ګوڼه ډېره لږه ده.» فیض الله په ګلغونډي تپه کې د لیدونکو د پیکه ګڼه ګوڼې لامل د بې وزلۍ د لمنې پراختیا، بې روزګاري او په هېوادوالو په تېره په ښځو د محدودیتونو لګول، په ګوته کوي. سربېره پردې هېوادوال د ښځو پر وړاندې د طالبانو له لوري د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتونکي دي. عباس ستانکزی چې د نوروز په ورځ له لوګر نه پروان ته راغلی دی، وايي: «د ګلغونډۍ تپه ډېره ښه، ځانګړې او د پاکې هوا او اوبو درلودونکې سیمه ده. له خپلو ملګرو سره دلته راغلی یم، ډېر خوشحاله یو. مونږ له طالبانو غواړو پر ښځو خپل محدودیتونه لیرې کړي او پرېږدي چې خلک ژوند وکړي.»
طالبانو په تېر نوروز کې د ښځو لپاره ځانګړی ځای په پام کې نیولی و او تفریحي ځایونو ته یې د ښځو د تګ راتګ مخنیوی نه کاوه. سږکال لومړی ځل دی چې ښځې تفریحي ځایونو او عمومي پارکونو ته له ننوتلو منع کېږي. د طالبانو د امر به معروف او نهی از منکر وزارت محتسبان په تېر نوروز کې د لیدونکو ترمنځ ګرځېدل او هغوی ته یې د « شرعي تفریح» په اړه تبلیغ کاوه.
له بل پلوه، د ګلغونډۍ تپه د جمهوریت په دوره کې د موسیقي ترسره کولو او د فرهنګي جشنوارو جوړولو لپاره ځانګړی ځای و، خو په روان کال کې د دغو جشنوارو له جوړېدو خبر نه شته.
دا ټول په داسې حال کې دي چې طالبانو پر هېواد د بیاځلې واکمنېدو وروسته، ښځې له ښوونځي، پوهنتون، تفریحي پارکونو، د ښځو عمومي حمامونو او په کورني او بهرني غیردولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې دي. پر ښځو د طالبان د محدودیتونو تر څنګ، بې وزلي او سیاسي بې ثباتي دوه نور موضوعات دي چې هېوادوال یې تر فشار لاندې راوستلي دي.