۸صبح، مزارشریف: له بلخ ولایت څخه سیمهییزې سرچینې وايي، چې ناپېژانده وسلهوالو مزارشریف ښار کې د عمومي جراحۍ نامتو متخصص اسدالله شارق وژلی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه ډاکتر چهارشنبه د لړم پر ۴ د مزارشریف ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند «کارته صلح» سیمه کې د خپل کور مخې ته وژل شوی دی.
بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري د دغه خبر په تاییدولو ویلي، چې هغه خپل کور ته د بېرته ستنېدو پرمهال د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوی او موټر چلوونکی یې ټپي دی.
تر اوسه د دغه قتل انګېزه او لامل روښانه نه دي او د پېښې عاملان هم له سیمې تښتېدلي دي. بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، چې په دې تړاو څېړنې پیل شوې دي.
مزارشریف ښار کې له دې مخکې هم ورته پېښې شوې وې او په وروستیو میاشتو کې په دغه ښار ګڼ شمېر وژل شوي دي.