د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې د نړيوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په يوه پيغام کې ويلي، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی په نړۍ کې له بشري حقونو تر ټولو پراخه سرغړونه ده.
په افغانستان کې د يوناما دفتر د پنچشنبې په ورځ د نومبر د ۲۴ له غرمې وروسته، د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې له نړېوالې ورځې يوه ورځ مخکې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيوګوترش پيغام خپورکړی دی.
د ګوټرش په پيغام کې راغلي دي، چې په هرو ۱۱دقيقو کې په نړۍ کې يوه نجلۍ د خپل ژوند د شريک يا د کورنۍ د يوه غړي له لوري وژل کېږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وينا، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي بېلابېلو ډولونو نيمايي بشريت په نښه کړی دی.
ګوټرش د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالو د ټولو ډولونو د ختمولو لپاره د بدلون راوستونکي اقدام غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې د سږکال د شپاړس ورځني کمپاين د شعار په يادولو سره ويلي دي: «زه له دولتونو غواړم چې تر ۲۰۲۶ کاله د ښځو د مدافع غورځنګونو مالي مرسته ۵۰ سلنه زياته کړي.»
د يادونې وړ ده، چې د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې د سږکال شپاړس ورځنی کمپاين د «يوالی: د نجونو او ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ختمولو فعاليت» په شعار سره پېل شوی دی.