د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش، په ټوله نړۍ کې د خبریالانو خلاف تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه څرګنده کړې ده.
ګوتریش چهارشنبې د لړم په یوولسمه په یوه ټویټ کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې څه د پاسه اویا خبریالان په ټولنه کې د حیاتي رول لرلو له امله وژل شوي دي.
هغه له دې امله چې د خبریالانو د وژنو ډېری قضیې چې نوموړی یې جنایت بولي نه حل شوې پاتې دي، نیوکه کړې ده.
د ملګروملتونو سازمان سرمنشي زیاته کړې: «موږ باید له سزا د معافیت دود کلتور پای ته ورسوو او خبریالان د اساسي کارونو ترسره کولو ته وهڅوو.»
هغه په پای کې «له خبریالانو ملاتړ وکړئ» هشتګ بیا خپور کړی دی.
دا په داسې حال کې دي چې یوناما نن د خبریالانو خلاف جنایت له سزا د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د څه د پاسه دوه سوه خبریالانو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.