۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان سرمنشي یوه راپور کې، چې ټاکل شوې د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې یې وړاندې کړي په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو په ځانګړې توګه د القاعدې شبکې له حضور څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش سه شنبه د تلې پر پنځمه د افغانستان د وضعیت په اړه خپل درې میاشتینی راپور د امنیت شورا ناستې وړاندې کوي.
د دغه راپور متن، چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ته له وړاندې کېدو مخکې خپور شوی راغلي، چې په افغانستان کې بهرنۍ ترهګریزې ډلې حضور او فعالیت لري.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې له طالبانو سره د القاعدې شبکې اړیکې لا هم دوام لري او دغه شبکه په افغانستان له ازادۍ برخمنه ده.
د دغه راپور له مخې که څه هم امنیتي پېښې کمې شوې دي، خو د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د طالبانو پرضد ۲۲ ډلې موجودې دی او د هغوی یو شمېر له دې جملې د مقاومت او ازاده ګانو جبهې تر ډېره په پنجشېر، بغلان، تخار او کاپیسا کې فعالیت کوي.
د ګوتریش په راپور کې د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت او پر بشري او د ښځو پر حقونو محدودیتونو ته هم اشاره شوې ده.