ګوترش او عبداللهیان پر افغانستان خبرې وکړې

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
اناتولي نن پنجشنبه، د غوايي په ۲۸مه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند (سټیفان دوجاریک) د بیانیې پر بنسټ خبر ورکړ چې دغه خبرې اترې د تیلیفون له لارې شوې دي.
د ګوترش او عبداللهیان ترمنځ د افغانستان پر وضعیت سربېره، د یمن او له لوېديځو قدرتونو سره د ایران د اتومي هوکړې په اړه هم خبرې شوې دي.
د دغو خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي.
له عبداللهیان سره د ګوترش خبرې د قطر په دوحه کې، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې غونډې له جوړېدو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته شوې دي. په هغې غونډه کې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي هم حضور درلود.