ګوترېش: له زده کړو د افغان نجونو بې برخې کول له بشري حقونو څخه نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده
ظاهر څراغ

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په داسې حال کې د طالبانو دغه اقدام له بشري حقونو څخه نه توجیه کېدونکې سرغړونه بولي، چې په افغانستان کې شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د دوو کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې دي.
ګوترېش د دوشنبې ورځ د وږي میاشتې په ۲۷مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې له زده کړو د نجونو منع کول ټول هېواد ته اوږدمهاله زیان رسوي.
هغه زیاته کړې: «نن په افغانستان کې د منځنیو ښوونځیو او عالي لېسو ته د نجونو د تګ بندیز دوه کاله تېر شول. نجونې ښوونځي سره اړیکې لري. اجازه ورکړئ چې بیرته لاړې شي.»
له نن څخه دوه کاله وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړې وې.
دغه ډله وايي، دا بنديز دايمي نه دى او که د زده کړو سمه زمینه برابره شي، تر شپږم ټولګي پورته نجونې به بېرته ښوونځيو ته لاړې شي؛ خو وروسته له دې چې دوه کاله تېر شول، په افغانستان کې نجونې له زده کړو بې برخې شوې، ظاهراً داسې ښکاري چې طالبانو په دې برخه کې کار نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د « زده کړې انتظار نه شي کولای» (EWC) په نوم سازمان هم په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې هم غوښاي چې په دې برخه کې هڅې وکړي.