ګوتریش: کډوالي باید یو انتخاب وي نه اړتیا

د کډوالۍ د نړیوالې ورځې له رارسېدو سره د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي د کډوالۍ پر انتخابيوالي ټینګار کړی دی.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش یکشنبه سهار د ډسمبر پر ۱۸ یوه ټویټ کې د کډوالو د حقونو پربنسټ د کډوالۍ د لاروچارو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي ټینګار کړی، چې په هېوادونو کې په پانګونې سره باید له کډوالو د ملاتړ هڅې زیاتې شي.
د ډسمبر ۱۸ د کډوالۍ له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.
افغانستان له هغو هېوادونو دي، چې په نړۍ کې ترټولو زیات کډوال لري. د تازه شمېرو له مخې د دغه هېواد ۲.۴ میلیونه وګړي تازه کډوال شوي دي.