ګوتریش: د موسمې بدلون بحران د نړۍ نږدې ټول ماشومان اغیزمن کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د موسمي بدلون په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې ماشومان یې یو له خورا زیان منونکو ډلو څخه دي.
ګوټریش د جمعې په شپه (۱۷اپریل) په یوه ټویټ کې ویلي چې د زمکې کورې نږدې ټول ماشومان د موسمې بدلون، د بحران له امله اغیزمن شوي.
ګوټریش، وايي هیوادونه باید د موسمې بدلون په وړاندې مبارزه کې فعاله ونډه ولري، هغه د چټک اقدام په اړتیا ټینګار کوي.
ګوټریش زیاته کړه چې د موسمي بدلون په هڅو کې باید اړتیاوو ته پاملرنه وشي او د حل لارو موندلو لپاره، د ځوانانو له نظرونو کار واخیستل شي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم ویلي، طبیعي پېښې، د چاپېریال ککړتیا او د ژویو تنوع له منځه تلل، کرنې ته زیان رسوي او ماشومان له غذايي خوړو او پاکو اوبو بې برخې کوي.
د دې ادارې په وینا، موسمي بدلون خطرناک چاپیریال رامینځته کولی شي او د ناروغیو د خپریدو لامل کیږي.
یونیسف ویلي دي: «لکه څنګه چې موسمي بحران ته د رسیدو په برخه کې بشردوستانه اقدامات کم دي، ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته زیان رسېږي… د موسمې بدلون بحران هم د ماشومانو د حقونو بحران دی.»
دا اندیښنه په داسې حال کې راپورته کیږي چې د فوسیلي سوند توکو د کارولو له امله، د شنو خونو ګازونو خپریدو، د زمکې وچه د پخوا په پرتله ګرمه کړې او د هرې ورځې په تیریدو سره د زمکې د تودوخې د کمولو په برخه کې، د چټکو ګامونو اخستلو اړتیا په زیاتیدو ده.