۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش د طالبانو له خوا د نجونو پر زدهکړو بندیز ظالمان بللی او د لغو کېده غوښتنه یې کړې ده.
د ملګروملتونو علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو سه شنبه د سلواغې پر څلورمه نېټه، چې د جنورۍ له ۲۴ د پوهنې له نړیوالې ورځې سره سمون خوري د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي بیانیه خپره کړې ده.
د دې بیانیې په یوه برخه کې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي له قوله راغلي: «زه په ځانګړي ډول د افغانستان له اوسنیو چارواکو غواړم، چې د منځنۍ دورې او لوړو زدهکړو ته د نجونو پر لاسرسي لګول شوی ظالمانه ممنوعیت لغو کړي.»
ګوتریش زدهکړې د انسانانو بنسټیز حق بللی او په دې برخه کې یې د دولتونو د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي ټینګار کړی، چې اوس د هغو ټولو قوانینو او کړنلارو د پایته رسولو وخت راغلی، چې زدهکړو ته د لاسرسي مخه نیسي.
د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی، چې زدهکړو ته د نجونو او ښځو لاسرسی پکې منع شوی دی.