د ملګرو ملتونو سازمان عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش د جاپان د هیروشیما او ناګاساکي قربانیانو د یادداښت په مراسمو کې له نړۍ څخه د اټومي وسلو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.
ګوتریش په یوه ټویټ کې شنبه د اګسټ پر ۶ ویلي، چې د لسګونه زرو قربانیانو په یاد چې ۷۷ کاله مخکې د اټومي بمونو له امله ووژل شول، باید اټومي وسلې له نړۍ څخه لرې شي.
ګوتریش په خپل ټویټ کې له امریکا څخه چې د جاپان پر دغو دوو ښارونو یې اټومي بمونو کارولي، یادون نه دی کړی.
هغه ویلي: «موږ نه شو کولای د هیروشیما او ناګاساکي درسونه هېر کړو. موږ باید د هغوی په یاد عمل وکړو او اټومي وسلې د تل لپاره له ځمکې څخه لرې کړو.»
امریکا د ۱۹۴۵ کال د اګسټ پر ۶ په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپان پر هیروشیما ښار اټومي بمونه وکارول، چې په پایله کې یې ۱۵۰ زره تنه ووژل شول. بل اټومي بم د همدغه کال د اګسټ پر ۹ پر ناګاساکي ښار کارول شوی، چې ۴۰ زره تنه یې له منځه یووړل.
دغو دوو اټومي بریدونو په همدې کال کې جاپان تسلیمېدو ته اړ کړ.