د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي د پای ته رسولو په نړیواله ورځ دغې موخې ته د رسېدو لپاره د دولتونو د لازیاتو اقداماتو غوښتنه وکړه.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش جمعه د نومبر په ۲۵مه د ښځو خلاف تاوتریخوالي د پای ته رسولو په مناسبت ویلي چې په تېرو دوولسو میاشتو کې له هو لسو ښځو یوه له جنسي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.
هغې زیاته کړې: «راځئ په ویاړ سره اعلان وکړو چې موږ ټول فمینیستان یو.»
ګوتریش زیاته کړې چې باید تر ۲۰۲۶ کال پورې له سازمانونو او ښځو حقونو بهیرونو ته خپلې ۵۰ سلنه مرستې زیاتې کړي.
هغه له ټولو غوښتي چې د ښځو له حقونو د ملاتړ غږ پورته کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي له خوا مطرح کېږي چې افغان مېرمنې د طالبانو له بياځلې واکمنۍ وروسته له پراخ تاوتریخوالي سره مخ شوې او په تېر یوه کال کې له زده کړو، کار او سیاسي بهیرونو کې له ګډونه بې برخې شوې دي.