ږلۍ او سېلابونو د څلورو ولايتونو اوسېدونکو ته سخت مالي زيانونه اړولي دي

۸صبح، نیمروز: په نیمروز، زابل، میدان وردګو او غزني ولایتونو کې سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې په دغو ولایتونو کې د سېلابونو او ږلۍ له امله لسګونه کورنۍ او کروندګر زیانمن شوي دي.

سیمه ییزو سرچینو د چهار شنبې په ورځ (وري۹) ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د طبيعي پېښو له امله د لسګونو کورنیو د بې ځایه کېدو ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله له ٢٢٠ تر ٢٣٠ د استوګنې کورونه ويجاړ شوي او کورنۍ يې په ازاده فضاء او سړه هوا کې ژوند کوي. په دې ولسوالۍ کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم سېلابونو لاندې کړې ده.

بلخوا په زابل کې ځايي سرچينې وايي، چې د تېرې ورځې او شپې له سختو اورښتونو وروسته د سېلاب اوبه په هزاره، خرواريانو او لوا سرک سيمو کې کورونو ته ننوتلې او ٤٥ کورنۍ يې بې ځايه کړې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له بارانونو وروسته د زابل په شملزو، ميزانه، ارغنداب او افغان ولسواليو کې ١٥٠ هکتاره کرنيزه ځمکه سېلابونو لاندې کړې ده.

بل خوا په غزني کې ځايي سرچينې وايي، چې له تېرې شپې راهيسې د سختې واورې ورېدو له امله د دغه ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د مومندو او شمس الدين کوتلونه د ترافيکو پر مخ تړل شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button