حامد کرزي په افغانستان کې د ملي خبرو اترو پر ژر پیلیدو ټینګار وکړ

۸صبح، کابل: پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملي خبرو اترو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی.

پخواني جمهور رئیس د دوشنبې په ورځ (کب ۲۹) د ۱۴۰۲ نوي کال د مبارکۍ په پیغام کې، ملي خبرې د ملي یووالي د ټینګښت او په افغانستان کې د تلپاتې سولې په تامین کې اغېزمنې وبللې.

کرزي هیله څرګنده کړه چې طالبان به د افغانستان د سوکالۍ، پرمختګ او پر ځان بسیاینې په برخه کې د پوهنې بنسټیز اهمیت ته په پام سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

پخواني ولسمشر د افغان ښځو لپاره د کار کولو د حق غوښتنه هم کړی ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مهاله، د ملي خبرو اترو او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنې ته هېڅ مثبت ځواب نه دی ویلای.

ورته لیکنې

Back to top button