حنارباني په تورخم پوله کې افغان مسافرو ته د اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه وکړه

۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر تورخم پولې ته سفر کړی دی.
این وزارت چهارشنبهشب، ۲۱ جون، در تویتی نگاشته است که ربانی «خواستار فراهم شدن تسهیلات و برخورد محترمانه» با افغانها در گذرگاه تورخم شد.
دغه وزارت د چهارشنبې په شپه، د جون په ۲۱مه، په یوه ټویټ کې لیکلي چې رباني «د تورخم په لاره کې افغانانو ته د اسانتیاوو د برابرېدو او له هغوی سره له درناوي د ډک چلند» غوښتنه وکړه.
په دې ټویټ کې دغه راز زياته شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې د پاکستان له لوري د «دوامدارې سرحدي سوداګرۍ مدیریت سیسټم» پر چټکتیا ټینګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې د تورخم له لارې پاکستان ته تلونکي مسافر په ځانګړې توګه ناروغان تل د دغه هېواد د سرحدي مسوولينو له ناسم چلنده شکايت کوي او وايي، چې د قانوني اسنادو له لرلو سره سره د پاکستاني پوليسو لخوا ځورول کېږي.
پاکستان په وار وار ژمنه کړې چې د هغو ناروغانو او مسافرو ستونزې به حل کړي چې له افغانستانه دغه هېواد ته ځي؛ خو له دغو ژمنو یوه هم تراوسه نه ده عملي شوې.