له سند پرته د وسلې سپارل؛ د لعل و سرجنګل اوسېدونکي باید بیاځلي طالبانو ته وسلې ورکړي

۸صبح، غور: لعل او سرجنګل د غور ولایت هزاره مېشتې ولسوالۍ ده. تر کومه ځایه چې یادې ولسوالۍ ته د رسنیو دومره پام نه دی شوی، د هغه ځای اوسېدونکي عامه خدمتونو ته ډېر لږ لاسرسی لري. د جمهوریت د دورې په وروستي کال کې د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د پخواني دولت له لوري مسلح کړای شوي وو، خو د طالبانو د رژیم په راتګ سره هغوی ټول په کور کښېنول شول. د طالبانو قوماندانان او د دغې ډلې سیمه ییزو چارواکو چې د تېرو نېږدې دوو کلونو په لړ کې د دغې ولسوالۍ مسوولیت یې پر غاړه درلوده، د وسلوالو کسانو ټولې وسلې او جنګي توکي راټول کړي دي. د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دغې ولسوالۍ تازه سیمه ییز چارواکي اوس ادعا لري چې له سیمه ییزو ادارو سره د وسلو د سپارلو اړوند هېڅ مدرک او سند شتون نه لري او د دې ولسوالۍ وسله وال کسان باید خپلې وسلې هغوی ته وسپاري.
د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د محمد اشرف غني د حکومت د دورې په وروستیو کې، په دې ولسوالۍ کې د ملي امنیت ریاست په ملاتړ د مفرزې یوه قطعه رامنځته شوې وه. د هغوی په خبره، یادې امنیتي قطعې د سیمې ۲۰۰ اوسېدونکي مسلح کړي وو تر څو د دې ولسوالۍ له پولو ساتنه وکړي. د سیمې د اوسېدونکو د څرګندونو پر بنسټ، د جمهوري نظام په سقوط، هغه کسان چې په دې قطعه کې ګمارل شوي وو، په کور کښېنول شول او خپلې وسلې یې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ته وسپارلې.
د غور د لعل و سرجنګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی عبدالله (مستعار نوم) وايي چې د طالبانو د رژیم په راتګ سره، شیر احمد اسیري د ولسوال، برهان الدین منهاج د استخباراتو د مدیر او عبدالروف مسلمیار د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د قوماندان په توګه وګمارل شول. عبدالله وړاندې وايي چې د طالبانو دغه قوماندانان د دغې ولسوالۍ ټولو کلیو ته سفر او د فهرست له مخې د لعل و سرجنګل د کلیو له اوسېدونکو وسلې راټولې کړې. د سیمې دغه اوسېدونکی همداراز وايي: «دولت چې سقوط وکړ، دوی ولسوالۍ ته راغلل او له څو ورځو وروسته په خپله کلیو ته راغلل او له ټولو کلیوالو چې وسلې یې ترلاسه کړې وې، له هغوی نه یې وسلې راټولې او د هرې وسلې په مقابل کې یې یوه پاڼه ورکوله چې دغه کس خپله وسله سپارلې، خو په پاڼه کې د وسلې د سپارلو په اړه څه نه و ویل شوي.»
د سیمې دغه اوسېدونکی دغه راز وايي چې د وسلې له سپارلو وروسته، د ولسي شوراګانو رییسانو له طالبانو وغوښتل تر څو د وسلو د سپارلو په مقابل کې د هغوی لپاره د پخواني حکومت د مفرزې قطعې د کسانو د سپارلو د پاڼې سربېره، د وسلو د سپارل کېدو سند هم ورکړي، خو د طالبانو قوماندانانو د هغوی غوښتنه ونه منله او ځواب یې ورکړ چې همدا پاڼه بسنه او کفایت کوي. عبدالله په دې اړه وړاندې وايي: «زمونږ له کلي یې ۴۰ میله وسلې راټولې کړې. د شورا رییس د ټولو کسانو نومونه او د وسلو نمبرونه یې په یوه فهرست کې ثبت کړل او طالبانو ته یې وویل چې په هغه مهر وکړي. د طالبانو یوتن چارواکي د شورا له رییس نه فهرست واخیست او ورته یې وویل چې له ځانونو استخبارات مه جوړوئ.»
د لعل و سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي دغه راز وايي چې د ولسوال، د استخباراتو د مدیر او د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون د طالبانو پخواني قوماندانان د وسلو تر څنګ، له خلکو یې عشر او زکات هم راټول کړي او د سیمې اوسېدونکو ته یې هېڅ ډول سند ندی ورکړی. د هغوی په وینا، دا مهال چې له یادې پېښې نږدې یونیم کال تېرېږي او د طالبانو قوماندانان او مسوولین له پخوانیو دندو لیرې کړای شوي دي، د طالبانو نوي ګمارل شوي چارواکي د سیمې له خلکو د وسلو غوښتنه کوي.
د موسی په نوم د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکی، وايي چې د کلیو سپین ږیري او مشران د ولسوالۍ مقام ته ورغلي او ورته یې ویلي دي چې هغوی خپلې ټولې وسلې پخوانیو قوماندانانو سپارلي دي. د نوموړي په خبره، د طالبانو ولسوال استدلال کوي که چېرې تاسو وسلې سپارلې وي، ولې په ولسوالۍ کې هېڅ سند نه دی ثبت شوی. موسی وړاندې وايي چې د سیمې اوسېدونکو د وسلو د سپارل کېدو پاڼې د طالبانو ولسوال ته وروړې دي، خو نوموړي ویلي دي چې دا د شخص د سپارلو سند دی، نه د وسلې د سپارلو.
په همدې حال کې، د غور ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د طالبانو نوی ګمارل شوی ولسوال، د سیمو اوسېدونکو په ځانګړي ډول د پخواني حکومت د مفرزې قطعې کسانو ته سپارښتنه کړې ده چې خپلې وسلې دې وسپاري او یا دې پخوانیو قوماندانانو ته د وسلې د سپارل کېدو سند وړاندې کړي. موسی په دې اړه وايي: «چور او غلا طالبانو کړې، اوس د دې پر ځای چې محکمه جوړه شي، بیاځلي له خلکو وسلې غوښتل کېږي.»
په هېواد کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له لوري د وسلو د راټولولو بهیر د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د جمهوري نظام له سقوط سره پیل شو. طالبانو په ځلونو اعلان کړی دی چې زرګونه میله وسلې یې د لویو ښارونو او کلیو په ګډون له بېلابېلو سیمو راتولې کړې دي. د لعل و سرجنګل اوسېدونکي پوښتي، که چېرې د پخواني حکومت د مفرزې قطعې سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي وي، ایا د طالبانو قوماندانان اجازه ورکوي چې وسلې دې له هغوی سره پاتې شي؟