د جمهوریت خوشحاله ورځې
فاضل روستايي

اوس مي چې يادېږي خوشحاله ورځې وې. بې له شکه د ناامنۍ په ګډون ستونزې وې چې تل یې د هر چا فکرونو بوخت کړي وو، خو هیله او ارزو وه، مینه وه، د تګ راتګ ازادي وه، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د سزا وېره نه وه، او همدارنګه د بیان او عقیدې نسبي ازادي هم وه. په هغه وخت کې موږ د دې شیانو په قدر نه پوهېدو، تر څو چې موږ د جمهوریت له سقوط وروسته ورځې تجربه کړې او پوه شو چې د شیخ اجل په وینا، «د هوساینې په ارزښت هغه څوک پوهېږي چې په مصیبت اخته شي.»
د جمهوریت پر مهال زموږ یو عادت دا و چې وخت په وخت به له خپلو نږدې ملګرو سره په رستورانت یا د یوه ملګري په کور کې کیناستو، د هر څه په هکله به مو خبرې کولې، نظرونه مو تبادله کول، ټوکې او خندا به مو کولې، د مینې او نفرت خبرې به مو کولې، د سیاست، کتاب په اړه او د ناولونو په اړه به مو خبرې کولې.
زما په یاد دي چې په دې مجلسونو کې مې یوه ورځ پوښتنه وکړه چې هر څوک یې باید له خپل نظره ځواب کړي. په لومړي سر کې ما د خپلې شخصي تجربې په اړه وویل او بیا ما پوښتنه وکړه. ومې ويل:«کله کله خپل پلرني ټاټوبي ته چې ولاړشم او هلته د يو څه وخت لپاره د اوسېدو چانس راته پیدا شي، خو چې دوه درې ورځې تېروم ستړی کېږم او زړه مې د کابل هوا غواړي او کابل مي یادېږي.» په یوه حساب اندازې سره په کلي او اطرافو کې په ښه موسم کې پاتې کیدل هغه ګټې شته چې د کابل په څیر په پلازمینه کې په ژوند کولو کې نشته. له دې ټولو سره سره، ولې په کابل کې اوسېدل موږ ته زړه راښکونکي او په کلي کې د ډېر وخت لپاره پاتې کېدل زموږ لپاره ستړي کوونکي دي؟ زما هر ملګري دې پوښتنې ته ځوابونه ورکړل، خو د دغو ځوابونو په منځ کې یو ځواب، که څه هم چندان د پام وړ نه ښکاریده، خو زما په زړه کې ناست و او ماته قانع کوونکی و. یو ملګري وویل: «د کابل جذابیت د ټولنې په فضاء کې د ښځو او نجونو په رنګارنګ شتون کې ده، هغه څه چې په کلي کې نشته.»
په دې ورځو کې چې کله هم د کابل کوڅو او بازارونو ته ورځم او د ښځو کمېدل او د تورو کلیو اغوستلو ګورم، نو په هغه خپل منځي خبرو کې مې د هغه ملګري ځواب را په یادېږي. که څه هم طالبان په دې یو کال او څو میاشتو کې نه دي توانیدلي چې ښځې په بشپړ ډول په کور کینوي، دوی په خپل ټول توان سره هڅه کړې چې جمهوریت نسکور کړي او لکه څنګه چې دوی فکر کوي له ټولنې څخه د غربي کلتور نښې له منځه یوسي، او په عین حال کې تر بل هر څه زیات چې د طالبانو تسلط او واک یې ننګولی هغه په صحنه کې د ښځو شتون دی چې ګواکی د جمهوريت دورې محصول ښکاري. طالبان توانېدلي چې نجونې او ښځې له ښوونځیو، دولتي دفترونو او تفریحي پارکونو څخه منعه کړي، خو بیا هم د طالبانو د محافظه کارو مشرانو لپاره دا محدودیتونه کافي نه دي او باید پر ښځو نور بندیزونه ولګول شي. که هغه خپاره شوي راپورونه چې ګواکې طالبان به د روان تعلیمي کال له پای ته رسېدو وروسته د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړي، رښتیا وي، نو موږ به په یوویشتمه پېړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تر ټولو ستر ظلم شاهدان واوسو.
تصور وکړئ چې تاسو هغه څوک یاست چې د جمهوریت په وخت کې په کابل کې اوسیدی او یوه شپه ناڅاپه د ژمي په خوب ویده شوی او اوس یو کال او څو میاشتې وروسته له خوبه را ویښ شوی یې. تاسو د کوم نوي شي تمه لرئ چې ستاسو پام ځانته راجلب کړي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره، ما سره یوځای شئ ځکه چې زه خپل ځینې شخصي مشاهدې او تجربې له تاسو سره شریکوم.
د طالبانو تر راتګ وړاندې د کابل ښار او بازارونه له ماښامه تر ناوخته پورې د ګڼې ګوڼې ډک وو. کورنۍ به یې رستورانتونو او تفریحي پارکونو ته د خوړلو او ساتیرۍ لپاره راتلل، هلکان او انجونې به یې په رستورانتونو او کافي ګانو کې سره یو ځای وخت تېرولو او د خپلو خوبونو په اړه به یې خبرې کولې، ملګرو او همکارانو غوره ګڼله چې هره اونۍ یا هره میاشت په یوه رستورانت یا کافې کې په مناسبه فضا کې ډوډۍ وخوري، یو ځای کینې خبرې وکړي او خندا وکړي. اوس د هغه ګڼي ګوڼي څرک نشته. د ښځو حضور کم شوی او خپل منځې غونډۍ د طالبانو د ویرې په سیوري کې جوړیږي. بازراونه هغسې هوسا نه دي لکه پخوا چې وو او دوکانداران تل د مشتریانو له کمښت شکایت کوي.
د یو هیواد کلتور او تمدن حالت د هغه د کتابتونونو او کتاب پلورنځیو څخه درک کیدی شي. څو ورځې وړاندې له یوه ملګري سره په ښار کې کتاب پلورنځي ته ورغلم. د کتاب پلورنځي فضا خالي وه او د پخوانۍ ګڼې ګوڼی کومه نښه نه وه. شاوخوا یو ساعت چې موږ هلته وو، یو کس هم لدي لوی کتاب پلورنځي څخه یو کتاب هم نه دی اخیستی. پلورونکي ستړي او ستومانه ښکارېدل. له یو تن مې وپوښتل چې د کتابونو پلور څنګه دی؟ هغه وويل چې موږ دغه کتاب پلورنځي په تاوان سره پرمخ وړو او موږ پرېکړه کړې چې په هر صورت شته کتابونه وپلورو او د کتاب پلورنځي دروازه د تل لپاره وتړو. ما ترې وپوښتل چې ولې ستا د کتاب پلورنځي په الماریو کې نوي کتابونه نشته؟ هغه په ځواب کې وويل چې په دې ناوړه حالت کې د کتاب پلورنځيو لخوا د نويو کتابونو واردول بې ګټې دي او د پيسو له ضايع کولو پرته بله پايله نه لري. دغه کتاب پلورونکي وايي، چې د پنجسورې، نوراني قاعده او قرانکريم پلور ډېر شوى، خو نور کتابونه هیڅ پلور نلري. دده له خبرو څخه راته معلومه شوه چې هغه کورنۍ چې خپل ماشومان په دیني مدرسو کې شاملوي، پنجسوره او نوراني قاعده اخلي. په دې ورځو کې د کابل په هره کوڅه کې دیني مدرسې جوړې شوې دي.
څه موده وړاندې له ده افغانانو څخه چهلستون ته د تګ لپاره ټکسي کې کیناستم. له ما وروسته دوه طالبان هم موټر ته راپورته شول او د سراچې د موټر په شاته سیټ کې زما څنګ ته کیناستل. دوی خپلې وسلې هم له ځانه سره لرلي. دوی اوږد ویښتان او خیرنې جامې اغوستې وې. هغه طالب چې زما ترڅنګ ناست و بد بوي زما پوزي ته راتلو. په لاره کې له دوو سرتيرو څخه يو يې خپل موبايل له موټر سره وصل کړ ترڅو په ټولو سپرليو د طالبانو تراني واوري او د ټايپ غږ يې هم پورته کړ. ترڅو چې دوي د موټر څخه ښکته شي تر هغه موږ باید د دوی د خوښې ترانی اوریدلی وای. یوه ترانه د جلال الدین حقاني په ستاینه کې لیکل شوې وه، خو زما پام شو چې د ترانی کمپوز د «حرام» له سندرې څخه کاپي شوی.
په لایني ټیکسي سپور شوم چې تر یو ځای ولاړ شو. ټکسي د تګ لپاره چمتو شوه. ناڅاپه یو طالب سرتیری مخابره په لاس راپیدا شو او له ډریور څخه یې وغوښتل چې خپله پرچه وښيي. موټروان پرچه نه درلوده. طالب عسکر ورته په پښتو وویل چې باید دیرش افغانۍ ورکړي. موټروان له طالب څخه په خواری او زاری غوښتنه کوله چې شل افغانۍ واخلي. طالب په غوسه شو او موټروان یې ښه په سوک او لګت ونازولو. ډېر خلک د دې صحنې د لیدلو لپاره راټول شوي وو، خو چا د مداخلې جرات نه شو کولی. په پای کې د ۳۰ افغانیو په ورکولو سره، موټروان خپل موټر په یوه ګډوډ ذهن او زړه کې د درد په احساس سره حرکت وکړ چې موږ خپل منزل ته ورسوي. د ټکسي فضا تر هغه وخته خاموشه وه چې زه له موټر څخه کوزیدم.
بسنه کوي چې یوه ورځ له کوره راووځو او د ښار دې غاړې ته په لیوالتیا وګورو چې په دې لنډه موده کې کوم ژور بدلونونه راغلي او یقیناً دا بدلونونه به په راتلونکي کې لا ژور شي.
د جمهوریت پرمهال زموږ ستونزه دا وه چې موږ په ذهن کې د وضعیت لوی انځور نه درلود او د ځینو نیمګړتیاوو او ستونزو له امله چې په هغه سیسټم کې وې، موږ نور هر څه ردول او د یو رومال لپاره مو قیصریه ته اور اچولو. د طالبانو تر راتګ مخکې جمهوري نظام زر نیمګړتیاوې درلودې، خو د دغو نیمګړتیاوو د سمولو لاره په بشپړه توګه نه وه تړل شوې. په افغانستان کې ځینې ځوانان د قطبي کېدو او د هغه خړي فضا له امله چې په هغه موده کې رامنځته شوې وه، د جمهوریت د کارنامې په اړه احساساتي چلند وکړ او په هغه نظام کې د ځينو نيمګړتياوو د شتون له امله يې بشپړ نظام تر پوښتنې لاندې راوسته او د ړنګولو هڅه يې کوله. د طالبانو د واکمنۍ یوه ګټه بیا دا ده چې زمونږ د عبرت سترګې یې را خلاصې کړې او له ځینو واقعیتونو سره یې اشنا کړو. یو له دې حقیقتونو دا دی چې د جمهوري نظام ټولو نیمګړتیاوو او ستونزو له شتون سره سره، بیا هم دا یو مخ پر ودې نظام و او کولی شول په تدریجي ډول خپلې ستونزې حل کړي. هغه نظام، یو عصري نظام و او د وخت د غوښتنو پر بنسټ جوړ شوی و. اصلي ستونزه په هغو دولتي چارواکو کې وه چې په نظام کې موجود وو او د چارو واګې په لاس کې وې، د انحصار په لټه کې وو. ټولې ناکامۍ باید سیاسي نظام ته منسونې نه شي.