حقاني او د ملاعمر د اختطافګرو افکارو افشاګري

لیکوال:سپین ګل

د طالبانو د ډلې بنسټګر ملامحمد عمر مجاهد، چې دوی یې خپل لومړنی امیرالمومنین ګڼي، د پنجشنبې پر ورځ یې طالبانو په کابل کې د مړینې د لسم تلین په یاد غونډه بللې وه.

په دې غونډه کې د ملاعمر په اړه د بېلابېلو مبالغو ترڅنګ یو بل ټکی، چې ښایي قصداً افشا شوی وي، د یرغمل نیونې یا اختطاف پېښو په اړه د ملا عمر د لارښود نقش افشا لرل و.

دا افشاګري د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ملا سراج الدین حقاني په ډېر ماهرانه ډول وکړ. هغه داسې وښوده، چې ګواکې په دې اړه د یوې کیسې له کولو سره د ملاعمر ستاینه کوي او څرګندوي، چې هغه ګواکې پر خپلو ملګرو او ملاتړو ډېر مهربانه و، خو واقعیت دا دی چې په دغه کیسه کې ډېرې نورې کیسې نغښتې وې.

سراج الدین حقاني په خپله لنډه وینا کې کیسه وکړه، چې ملاعمر یو ځل ملا هدایت الله بدري( د افغانستان بانک لپاره د طالبانو اوسنی واکمن) ور ولیږه او پیغام یې دا و، چې ځينې مهم کسان یرغمل کړي، څو له ګوانټانامو زندان څخه د حاجي بشر د خوشې کولو لاره ورسره هواره شي.

سراج الدین حقاني په یوه غشي د یوه او دوو پرځای ګڼ ښکارونه وکړل، چې ځينې به یې دلته بحث کړو.

حقاني، چې شبکه یې د بهرنیو وګړو او افغانانو په یرغمل نیولو او بیا په بدل کې د ځينو مهمو طالب بندیانو په خوشې کولو او پیسو اخیستو کې خورا مشهوره ده، په دې کیسه کې روښانه کړه، چې دا کار یې په یوازې ځان نه دی کړی.

د حقاني شبکې مشر له دغې کیسې سره دا غوښتل نړۍ ته ووایي، چې د ملا عمر زوی او طالب دفاع وزیر ملا یعقوب، چې اوس نړۍ ته ځان د طالبانو په ‌ډله کې منځلاری او د ده تر شبکې غوره معرفي کوي، د هماغه ملاعمر زوی دی.

د سراج الدین حقاني بله موخه دا وه، چې د طالبانو د مخ پټي مشر ملا هبت الله اخندزاده او د هغوی د مالیې د ګوښه شوي وزیر ملا هدایت الله بدري په ناندرۍ کې د بدري ملا وتړي. ملا بدري، څو میاشتې مخکې ظاهراً له دې امله د اخندزاده له لوري له مالیې وزارت څخه ګوښه او په جزایي ډول د افغانستان بانک واکمن وټاکل شو، چې د مالیې وزارت له عوایدو څخه په کندهار کې د ملا هبت الله د څلویښت زره کسیز شخصي لښکر جوړولو لپاره د ۶۰ میلیارده افغانیو د لګښت معترض و.

د دغې کیسې بل پيغام دا و، چې حقاني، د طالبانو په خپلمنځي جوړښت کې د حاجي بشیر نورزي( مشهور په حاجي بشر) له اوسني پټ او راتلونکي ممکن نقش څخه د ځان په ګټه د کار اخیستو لابي وکړي. حاجي بشر، چې د افغانستان د نیشه یي توکیو تر ټولو لوی کاروباري ګڼل کیږي او له امریکا سره په ژورو استخباراتي تعاملاتو تورن دی، څو میاشتې مخکې یې له یوه امریکایي زندان څخه د یوه امریکایي بندي په بدل کې د خوشې کیدو اعلان وشو.

له دغو پيغامونو ور اخوا، افغانانو او نړۍ ته د حقاني شبکې یو بل مشترک او عملاً ثابت شوی پيغام دا و، چې طالبان که ملاعمریان دي او که حقانیان یا د بل نوم او لیبل څښتان، ټول په یرغمل نیولو، باج ګیرۍ او په دې توګه د امتیازاتو او قدرت پر ترلاسه کولو تر هرڅه زیات باور لري.

د دوی دا باور نن تر بل هر وخت په عمل کې خورا ښه ثابت دی، هغه دا چې طالبانو په افغانستان کې یو څلویښت میلیوني ملت یرغمل کړی، د ټوپک په زور پرې واکمن دي او خپله واکمني او غیر انساني پریکړې په دیني احکامو توجیه کوي. دوی دغه دیني توجیهات هیڅکله مستند کړي نه دي او د نړۍ د اسلامي عالمانو د زیاتو پلاویو له تګ راتګ، اعلامیو او مخامخو مذاکراتو سره د خپلو افراطي او غیر انساني کړنو په دفاع نه دي توانیدلي.

د طالبانو له نیږدې دوه کلنې بیا ځلي واکمنۍ سره افغانان او نړیوال باید په دې اړه پریکنده پریکړه وکړي، چې یوې ترهګرې، یرغمل ګرې، وحشت پرستې او وژونکې ډلې سره مقطعه یي او جزوي معاملې او تعاملات کوي که ورڅخه د افغانانو او نړیوالو د ژغورلو لپاره اساسي ګامونه اخلي!

ورته لیکنې

Back to top button