د نړۍ نېکمرغه او باثباته ملتونه چې ولسواک او پر انساني ارزښتونو ولاړ نظامونه لري، د رایې صندقونو ته د تګ پرمهال یې ټول پام دې ته وي چې وګوري له سیاسي اړخونو یې کوم یو ښه او کوم یې ډیر ښه دی، خو بدمرغه ملتونه تل د بد او بدتره ترمنځ ټاکنه کې سرګردان او لالهاند وي. هغوی د ښه او ډیر ښه ترمنځ ټاکنه د لوکس او عصري څیزونو په څير کوي چې زموږ له پاره «غوره» دي او هغه یوازې په خوب او خیال کې د لاسرسي وړ دي. په تېر یوه کال کې د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو تر رابرسېره کېدو وروسته چې هم له قبیلوي او سیمه ییز او هم د فکري تمایل له پلوه پر څو ډلو وېشل شوي، د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه یې له دې پوښتنې سره مخ کړې، چې د حقاني شبکې او کویټې شورا ترمنځ کومه یې بد او کومه یې بدتره دي؟
د کویټې شورا چې مشري یې د ملاهبت الله او ملا برادر پر غاړه ده، په بهر کې د خپلو لابيګرو په مرسته هڅه کوي، لوېدیځ ته داسې سیګنالونه ورکړي چې وښيي حقاني شبکه بدتره ده او باید وځپل شي، څو میدان یوازې دوی ته پاتې شي. د لویدیځ یو شمیر سیاستمداران چې د افغانستان له حالاتو ستړي او د حالاتو له ښه کېدو ناهیلي شوي، د بد او بدترې ترمنځ ټاکنې معادلې ته یې مخه کړې ده. د یو شمیر څېړونکو له نظره د حقاني ډلې پر اړوند یو شمیر کسانو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د همدې ټاکنې ښکارندويي کوي چې ګني له دې لارې به توازن د کویټې شورا په ګټه تمام شي. په دې اړه حکم کول له وخت وړاندې دي، خو د بایللو د دې ډول خطر منل به د بایللو د خطر زنګونه له پخوا زیات د افغانستان خلکو ته وګړنګوي.
هغه خلک چې شل کاله یې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو تر سیوري لاندې تېر کړي، پوهېږي چې یادو ډلو خپل کارونه د بې ګناه خلکو په وژلو مخ پر وړاندې بېولي دي؛ دواړه ډلې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره یو لاس وې؛ دواړو ډلو د زور زیاتي او تاوتریخوالي له لارې ځانونه پر خلکو وتپل؛ دواړه ډلې نورو قومونو ته د دویمې درجې اتباعو په سترګه ګوري؛ دواړه ډلې قومي، ژبني، مذهبي او سیمه ییز تعصب ته لمن وهي؛ دواړه ډلې د وګړو پر حقونو سترګې پټوي؛ دواړه ډلې د استبدادي، خپلې خوښې او ځپونکي نظام د رامنځته کېدو په لټه کې دي. کېدای شي ځینې جزوي مسایل، لکه د نجونې زده کړې، د امربالمعروف وزارت د واکونو زیاتوالی، له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره یو ډول اړیکې او د وګړو پر وړاندې له تاوتریخوالي د استفادې کچه تر یوه بریده یو له بل سره توپیر ولري او په دې برخه کې حقاني ډله په رښتیا چې یو څه ښه ده، خو دا جزوي مسایل د خلکو پر ژوند چندان اغېز نه لري.
که چېرې د بد او بدتر ټاکلو له پاره د کره معیارونو په لټه کې یوو، هغه ډله چې دوه مخې او چل کوي، هغه بدتره او خطرناکه ده؛ ځکه هغه هڅه کوي په کور دننه خلک او په بهر کې نړیواله ټولنه تېر باسي او خپله واکمني ټینګه او عمر یې زیات شي.
افغانستان داسې یوه نظام ته اړتیا لري چې پکې یادې بنسټیزې نیمګړتیاوې له منځه ولاړې شي، د وګړو بنسټیز حقونه خوندي، د برخلیک په ټاکلو کې د خلکو د ونډې زمینه برابره، د قانون حاکمیت ته لاره هواره، له وینې توییدو او تاوتریخوالي پرته د واک سپارلو لانجې ته د تل له پاره پای ورکړل شي. د بد او بدتر لوبه یوازې د باطلو نظامونو پر دوام تمامېږي چې پایله یې هماغه نه پایته رسېدونکی تاوتریخوالی دی. ایا زموږ برخلیک تل د بد او بدتر ترمنځ ټاکنه ده؟