حقانی فریدون سینیرلي ته؛ په افغانستان کې داعش د اندېښنې وړ ندی

۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي وزیر د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي او مل پلاوي سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې اترې کړي دي.
د سراج الدین حقاني او فریدون سینیرلي ترمنځ لیدنه د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په لومړۍ نېټه، ترسره شوې ده.
په دې کتنه کې حقاني سینیرلي ته ویلي: «داعش په افغانستان کې په ښکاره ډول شتون نه لري، خو ښايي دوی محدود فکري ملاتړي ولري، چې دا د اندېښنې وړ نه ده.»
نوموړي د اندېښنو تکرار او له داعش نه ډېره یادونه دغې ډلې ته تبلیغ بللی چې باید مخنیوی یې وشي.
نوموړي دغه راز ویلي چې طالبانو له نړیوالې ټولنې سره د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او نړۍ باید د کوکنارو د کښت په برخه کې د بدیلې لارې د موندلو لپاره له هغوی سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د فریدون سینیرلي له خولې ویلي دي چې له مخدره موادو او ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې باید د نړۍ او افغانستان ترمنځ همغږي رامنځته شي.
په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي همغږي کوونکي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تېره د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې طالبان باید دغې چارې ته پام وکړي.
سینیرلي له حقاني سره په لیدنه کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو په هکله هیله څرګنده کړې ده.
حقاني په داسې حال کې د داعش ګواښ د اندېښنې وړ نه بولي چې په بدخشان کې د تېرو دوو بریدونو مسوولیت داعش پر غاړه واخیست، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د دوو مهمو قوماندانونو په ګډون لږترلږه ۲۲ تنه مړه او د غیرپوځیانو په ګډون ۵۷ نور ټپیان شول.
لومړی برید د فیض آباد په ښار کې د بدخشان لپاره د طالبانو د مرستیال والي پر موټر مولوي نثاراحمد او دوهم برید د نوموړي د فاتحې پر مراسمو ترسره شو.