د اماراتو پلاوي ته د حقاني خبرداری؛ موږ سره د نړۍ نه تعامل ټولې سیمې ته تاوان رسوي

د طالبانو د رژيم د کورنيو چارو وزير سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو د علماوو له پلاوي سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی، چې طالبانو سره د نړۍ نه تعامل به ټولې سيمې ته په تاوان تمام شي.
د حقاني مطبوعاتي دفتر، د نوموړي د دغه خبرداري په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې په دغه لیدنه کې پر سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو خبرې شوي.
سراج الدين حقاني دغه راز له اماراتو څخه طالبانو ته په دُوبۍ کې د افغان کونسلګرۍ د سپارلو له امله مننه هم کړې ده.
د حقاني شبکې مشر دغه راز دغه پلاوي ته منلې، چې اسلام پر نارینه او ښځینه وو ټولو د زده کړو سرته رسول فرض کړي، خو له دغه حق او فریضې څخه ېې د ميليونونه افغان نجونو او ښځو د محرولومو دليل نه دی ښودلی.
حقاني په داسې مهال نړيوالو ته د دوی رژيم سره د نه تعامل د منفي پايلو خبرداری ورکوي، چې يو شمېر څارونکي طالبان د افغانستان له یرغمل کولو او پکې نورو ترهګرو ډلو ته له پناه ورکولو سره، له نړيوالو په باج اخيستو تورنوي.