د ښځينه خبریالانو لپاره سخت شرایط: دوه لسیزې وړاندې حالت ته ستنېدل

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي دي.
د ښځو بنسټيزې ازادۍ یې سلب کړې دي او هغوی یې له ټولنیزې برخې حذف کړې دي. په دې لړ کې ښځینه خبریالانې له پراخو ستونزو سره مخ دي او له رسنیو نه په ډله ییزه توګه حذف شوې دي. په ځينو ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو پرغږ او تصویر بندیز لګیدلی دی. د طالبانو مسوولان او ویاندویان تر ډيره د ښځينه خبریالانو پوښتنو ته ځواب نه ورکوي او له هغوی غواړي چې د مرکې لپاره خپل نارینه همکاران ورولېږي. ښځينه خبریالان په ډيری موردونوکې په خبري کنفرانسونو کې له حضوره بې برخې شوې دي. د یوې تازه نظرپوښتنې موندنې ښيي، چې خبریالانې د طالبانو له ګواښونو او ان د دې ډلې د جنګیالیو له فزیکي بریدونو سره مخ شوي دي.
یو شمېر ښځينه خبریالانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړې ده، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له خورا ډیرو ستونزو سره مخ دي او د بیان د آزادی په ګډون د دوی ټولې ازادۍ د طالبانو له لوري سلب شوې دي، تر دې چې په ځينو موردونو کې ځان سانسورلو ته مجبورې کیږي. خبریالانې د بیان ازادي او د خبریالانو وضعیت «خواشینوونکی» بولي او ټینګار کوي،چې د دغه وضعیت په دوام سره به د هېواد له رسنیو د ښځينه خبریالانو ټغر ټول شي.
آناهیتا (مستعار نوم) د هېواد په لوېدیځ کې یوه خبریاله ده. هغې چې د ښځینه خبریالانو خواشینوونکی وضعیت تجربه کړې دی، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د ښځينه خبریالانو له غمه ډکې او خواشینوونکې کیسې لري. دغه خبریاله وایي:« د مېرمنو لپاره د اطلاع رسونې وضعیت خورا ننګوونکی او ستونزمن دی. د ښځو لپاره کاري ستونزې لس برابرې زیاتې شوې دي. د ورځې په ساعتونو د دولتي ادارو مخې ته درېږم، هېڅوک اطلاعات نه راکوي، ځکه زه ښځه یم. راته وایي، ولاړه شه نارینه همکار دې راولېږه، کله چې نارینه همکار نه لرم، باید څه وکړم؟ وضعیت د زغم وړ نه دی. کله چې د طالبانو مسوولانو ته غږ پرېږدم، راته وایي، چې خپل نارینه همکار راولېږئ، دا ډيره سخته ده. په ورځو ورځو د دفتر لپاره رپوټ نه لرم»
آناهیتا د طالبانو له لوري پرلګول شویو محدودیتونو سربېره، ټولنه هم سخته،«تنګ نظره» بولي او وایي:« پخوا ډيره آزاده وم او د خلکو نظر هم ښه شوی و، خو په دې وروستیو کې د خلکو نظر تنګ شوی او له رسنیو وېره لري، چې دې چارې کار ډير ستونزمن کړی دی، کله چې له یوې ښځې سره مایک ویني، وېرېږي، له طالبه وېره لري، له ډيرو ستونزو سره مخ یم، سیمې ته د تګ اجازه نه راکوي. خلک سانسور دي او خبریالان هم سانسور دي. ان د طالبانو مسوولان په ځان سانسورولو لاس پورې کوي او ناسم اطلاعات ورکوي. که مرکه وکړي یا اطلاعات ورکړي، بېرته یې اخلي. په ځينو مراسمو کې ښځینه خبریالانو ته اجازه نه ورکوي.»
آناهیتا که چې د طالبانو تر ولکې لاندې د ژوند کولو کړاو ګالي، ټینګار کوي:« تر ټولو لویه ستونزه، دا ده چې زه ښځه یم، له دې امله چې ښځيه یم د ډيرو خلکو له مخې راته سپکاوی کیږي، له دې امله چې ښځه یم اطلاعات نه راکوي، له دې امله چې ښځه یم ځينو ځایونو ته د تګ اجازه نه راکوي. په خبري کنفرانسونو کې مې پوښتنې نه ځوابوي، طالبان د خبریالانو ستونزې اوري، خو زما ستونزې ته ځواب نه ورکوي.اصلاً مې پر پوښتنه فکر نه کوي، ځواب ورکول خو پرځای پرېږده. په حجاب کې مې مداخله کوي. په شخصي مسایلو کې مې مداخله کوي، له شا راپسې خرابې خبرې کوي»
رها ازاد ( مستعار نوم» په بدخشان کې یوه خبریاله ده. هغه له ۸صبح ورځپاټې سره په خبرو کې د ښځینه خبریالانو وضعیت سخت او اندېښمنوونکی بولي. مېرمن ازاد وایي: کله چې د رپوټ برابرولو لپاره صحنې ته ځم، له حجابه مې نیولې تر هغې پېښې چې غواړم رپوټ پرې جوړ کړم، ټول باید له نظره تېر شي او ډیر یې سانسور کیږي او په ټوله کې هغه مساله چې باید بیان شي، نه بیانېږي. اطلاعاتو ته لاسرسی خورا سخت شوی دی. دغه خبریاله زیاتوي:« څه موده وړاندې د بدخشان په پوهنتون کې ښځینه محصلانو اعتراض وکړ، طالبانو موږ ته ان د عکس اخیستو اجازه رانه کړه. د دې لپاره چې تورنقاب مې نه درلود، یوه طالب خپله وسله راته ونیوله او ویې ویل: تا وژنم! موبایل مې یې واخیست او مات یې کړ. په ټوله کې وضعیت ډير وېروونکی دی او د یوې خبریالې په توګه په رښتیا ډيره خپه کیږم چې له زرګونه ستونزو سره مخ کیږم»
دغه خبریاله زیاتوي: زموږ رپوټونه له سانسور وروسته خپرېږي. زموږ کار۵۰ سلنه یوې خواته پرېښودل کیږی. په یوه کړکیچن حالت کې یو. چاته اجازه نه ورکوي چې خپل غږ پورته کړي. د افغانستان په اوسني وضعیت کې ښځینه خبریاله د طالبانو په ذهن کې کرکه رامنځته کوي. په ځلونو اړیکه راسره نیول کیږي،چې که دا رپوټ خپور شي، بیا زه پوهېږم او ته»
د هېواد په شمال خیتځ کې یوه خبریاله مهرماه ( مستعار نوم) هم له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تاییدوي،چې د راډيو د یوې ویاندې په توګه له نارینه وو سره د مرکې حق نه لري. هغه وایي: د یوې خبریالې په توګه له ډيرو ستونزو سره مخ یم. د رپوټ د برابرولو لپاره دباندې نه شم وتلی. په ځلونو د طالبانو له لوري له لفظي تاوتریخوالي سره مخ شوې یم او د حجاب په برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخ یو»
دغه خبریاله وایي: د ښځینه خبریالانو لپاره کار ډير محدود دی. هره ورځ موږ د جنسیتي تبعیض شاهدان یو او په ځأونو له تبعیض سره مخ شوې یم،څه په کار کې او څه له کاره بهر، ان د یوې ښځې په توګه له چادرۍ پرته د باندې د وتو اجازه نه راکوي. د رپوټ د جوړولو پرمهال ډير محدودیت لرو، د معلوماتو له نه ورکولو نیولې د خوښې وړ سوژو پورې چې باید خپرې شي. خو د امنیت له امله له ډیری سوژو تېرېږو»
دغه خبریاله زیاتوي:« د طالبانو په دوره کې دا تمه نه کیږي، چې د بیان آزادي بېرته عادي حالت ته راستنه شي. له فکر کولو وېرېږم، هسې نه څوک مې له فکره خبر شي. کله چې یوه رسانه حق ونه لري، د خلک غږ ته انعکاس ورکړي، ډېرې بدې پایلې لري، یوازې هغه رسنۍ ښه ده، چې طالبان وستایي او دا ښيي،چې شل کاله وړاندې حالت ته ستنېږو، نه رسنۍ وه او نه هم د غږ ته انعکاس ورکول کېدلای.»
يوه بله خبرياله شکريه ساپۍ(مستعار نوم) هم په هېواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځينه خبريالانو او اطلاع رسونې د ناوړه وضعيت خبره کوي. د مېرمن ساپۍ په وينا، د خبريالانو ټولنه له زياتو محدودیتونو سره مخ ده. هغه د اطلاع رسونې په تړوا د ۸صبح ورځپاڼې د پوښتنې په ځواب کې وايي:« په افغانستان کې د رسنيو وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي، اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی، د سرچينو پيدا کول ډير ستونزمن شوې دي، کله چې اطلاعاتو ته اړتيا پيدا کوو، په آسانۍ څوک نه حاضريږي چې خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د جمهوريت پرمهال خلکو په ځانګړې لېوالتيا سره مرکې کولې.
دغه خبرياله زياتوي:« د اطلاع رسونې وضعيت هېڅ ښه نه دی، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره محدوديتونه ډير شوي دي.هېڅ حقوقي او ملاتړی چترنشته، د خبريالانو د ملاتړ د ګوتو په شمار بنسټونه هم تر اغېز لاندې دي. له دې پلوه خبريالان له ستونزو سره مخ دي او هېڅ داسې بنسټ نشته، چې له خبریالانو ملاتړ وکړي.»
ساپۍ دغه راز وايي چې اوسمهال له کوره بهر ورته د کار زمينه برابره نه ده او له کوره کار کوي، خو ټينګار کوي چې په کور کې هم وېره او ډار لري چې هسې نه له کوم خطر سره مخ شي. دغه خبرياله باوري ده، چې په شته وضعيت کې خبريالي «ډيره سخته ده » ده. دا چې په افغانستان کې له بهرنيو رسنيو سره کار کوي، تریوه بريده خپلې مالي ستونزې حل ګڼي، خو څرګندوي چې داسې ښځينه خبريالانې پيژنې چې په ناوړه اقتصادي وضعيت کې دي اواړې شوې دي چې د خپل کور وسايل وپلوري او خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي. د مېرمن ساپۍ په وينا،که وضعيت په همدې ډول دوام ومومي، لېرې له نه ده چې د افغانستان له رسنيو د ښځينه خبريالانو ټغر ټول شي.
د نظر پوښتنې له مخې د طالبانو د استخباراتو ریاست او د دې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د هغو ګواښونو په زیاتېدو، پوښتنو ګروېږنو او خپل سر نیونو کې چې خبریالان او رسنیز بنسټونه په تېرو څو میاشتو کې ورسره مخ وې، او د رسنیو له قانون سره په ټکر کې دوې، لاس لرلی دی. دغه نظر پوښتنه ښيي،چې د طالبانو ویاندویان د ښځینه خبریالانو پوښتنې نه ځوابوي.
په دې نظر پوښتنه کې په ۲۲ ولایتونو کې ۳۴.۷۴ سلنه ښځينه خبریالانو ویلي دي، چې په مستقیم ډول د طالبانو له لوري ګواښل شوي دي، ۳۰.۱۹سلنه ښځينه خبریالانو ویلي دي، چې د پیغامونو له لارې ګواښل شوې او ۶.۸۲سلنه ښځينه خبریالانو ویلي دي، چې له فزیکې برید سره مخ شوې دي.
دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې د ازادو رسنیو نړیوال ایتلاف په دغه بنسټ کې د افغانستان غړیتوب لغوه کړی دی اویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې د رسنیو آزادي له نړیوالو ژمنو سره سمه نه ده. ټولو ښځینه خبریالانو چې له ۸صبح ورځپاڼې سره یې خبرې کړې دي، د خپل محرمیت د ساتلو او د هویت د نه خپرېدو غوښتنه کړې ده. دا ښيي،چې په افغانستان کې ښځینه خبریالانې له خورا ډيرو ستونزو سره مخ دي.
طالبانو د تېر لمریز کال په زمري میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته، پر رسنیو او د رسنیو پرکارکوونکو بې شمېره محدودیتونه لګولي دی. هغوی په لومړي ګام کې له رسنیو وغوښتل، چې بهرني سریالانونه، موسیقي او هغه سوداګریز اعلانونه چې د ښځو تصویرونه پکې وي، خپاره نه کړي. د تېر کال په لیندۍ میاشت کې طالبانو د ښځینه خبریالانو پر ظاهري بڼې محدودتیونه لګولي دي.
طالبانو د اطلاع رسونې پر بڼې او د آزادو اطلاعاتو پر بهیر د محدودیتونو پر لګولو سربېره، د روان لمریز کال په غويي میاشت کې امر وکړ، چې د ټلویزیونونو ښځينه ویاندویانې دې خپل مخونه په بشپړ ډول پټ کړي. پر خبریالانو او رسنیو د دغو محدودیتونو لګول کېدل له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي دي، خو د طالبانو پر پرېکړې یې کوم اغېز نه دی لرلی.