په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف رییس: د طب او انجینرۍ زده کړې ته لېوالتیا د قیامت نښه ده

۸صبح، هرات: په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس عزیز الرحمان مهاجر طب او انجینرۍ ته د ځوانانو له علاقه مندۍ شکایت لري او وایي چې دا وضعیت «د قیامت علامه» ده.
په هغه تصویري پیغام کې چې دوشنبې د مرغومي په ۱۲مه ۸صبح ته لېږل شوی، راغلي چې هغه د خلکو په ټول کې د وینا پرمهال ویلي: «دا چې خلک تعلیم کوي، خو له دیني پرته، دا د قیامت علامه ده.»
نوموړی په خپله دغه وینا کې ټینګار کوي چې «د طب او انجینرۍ زده کړه مباح ده» او باید ځوانان ددې پر ځای دیني زده کړې وکړي.
هغه زیاته کړې چې ځوانان په لوړ لګښت سره زده کړه کوي او د زده کړو د دوام لپاره بهر ته ځي، خو «یوازې غواړي ترجمانان شي او یا ډاکتر او انجینر».
په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د رییس د وینا وخت او ځای نه دی روښانه شوی، خو لیدل کېږي چې هغه د خلکو په ټول کې وینا کوي.