روغتیايي خدمات د بې وزلۍ کمښت او اقتصادي پرمختګ

لیکوال: قمرالدین صدیقي، ژباړن: م. ظریف صمیم

په وروستیو کلونو کې د روغتیايي خدماتو زیاتوالی په علمي او اقتصادي پرمختګونو پورې اړوند بلل کېږي چې د وګړو په روغتیا کې مهم رول لري.
ښاري ژوند، د صنعتي کېدو په پیل سره حفظ الصحې ته پاملرنه، د واکسینو، د میکروب ضد او نورو درملو کشف د ساري ناروغیو پراختیا ډېره کمه کړه. په همدې توګه، د روغتیا په برخه کې پرمختګ او له اقتصادي پرمختګونو سره په یو وخت د ساري ناروغیو د وقایې او کنټرول د څرنګوالي په برخه کې د بشر د پوهې د کچې لوړېدل، د ساري ناروغیو په کمښت او عُمر په اوږدوالي کې رول لري.
له دې امله اقتصادي پرمختګ د یوې ټولنې د وګړو په روغتیا کې مهم رول لوبولی شي، ډېری وګړي په تېره بیا د سیاسي مشرانو په ګډون د ټولنې لوستې پرګنه یې په اړه مالومات لري.
لکه څنګه چې د پرمختللو هېوادونو د تېرو دوو پېړیو تجربې او له روغتیا سره د اقتصادي پراختیا د رابطې په اړه څېړنو ښودلې؛ روغ صحت د اقتصادي پرمختګ لامل کېدای شي. دا چې د خلکو روغتیا په اقتصادي پرمختګ کې اساسي رول لري او همداراز د څېړنو او د هغو هېوادونو د تجربو له مخې چې د روغتیا په برخه کې یې پانګونه کړې دا موضوع ثابته شوې ده. روغ صحت په اقتصادي پرمختګ کې اساسي رول لوبوي، یوه اوږدمهاله څېړنه چې د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې د ګټونکي رابرت فوګل له خوا شوې په روښانه توګه یې دا ادعا ثابته کړې ده.
هغه څېړنې چې د صنعتي هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې د روغتیا د رول په برخه کې په تېره څه د پاسه یوه پېړۍ کې شوې هم دا ادعا یې تایید کړې ده.
روغتیا د اقتصادي پرمختګ یوازینۍ پایله نه ده؛ بلکې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې هم رول لوبوي ځکه د روغتیا په نشتوالي کې به د ټولنې د وګړو له ټولو ظرفیتونو بشپړه استفاده شونې نه وي.
د روغتیا په برخه کې تلپاتې پانګونه، د بې وزلۍ د کمښت لامل کېږي، شواهد ښيي چې د روغتیا په برخه کې مصارف لګښت نه دی، بلکې پانګونه ده. خراب صحت کورنۍ له بې وزلۍ سره مخامخ کوي. خو د ماشومانو روغتیا دوی د ماشومتوب له وژونکو ناروغیو خوندي ساتي، ښه وده کوي او د زده کړو وړتیا پيدا کوي. لویان بیا له ښې کاري توانمنۍ برخمن کېږي او د ځان او ټولنې او همداراز د فردي او ملي اقتصاد په پياوړتیا کې خپل رول لوبولی شي.
له دې امله، ویل کېږي چې روغتیايي امنیت د فردي، ملي او نړیوال پرمختګ یو اساسي شرط دی. روغتیا تلپاتې ټولنيز، چاپېریالي او اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو شرط هم دی.
روغتیايي چارو ته پاملرنه د نړۍ په تېره بیا د کم عاید لرونکو هېوادونو لپاره د اقتصادي پرمختګ یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي. د روغتیا پر برخې پانګونه نه یوازې د روغ ژوند لامل کېږي، بلکې د کاري زمینو د برابرولو، د ټولنیز او سیاسي ثبات د ښه کېدو، په ټکنالوژۍ کې د نوښت، د تولیدي ځواک د زیاتوالي او اقتصادي پرمختګ لامل هم کېږي.
پر روغتیا پانګونه د بشري ټولنو په کچه په اوږده مهال کې د اقتصادي پرمختګ او بې وزلۍ په کمولو کې اغېزناکه کړنلاره بلل کېږي.
دا په داسې حال کې دي چې په اقتصادي پرمختګ، د کاري زمینې په برابرولو، بې وزلۍ په کمولو او د سیاسي او ټولنیز ثبات په ښه کولو کې د روغتیا رول ته د لږ پرمختللو هېوادونو د سیاسي مشرانو د نه پاملرنې له امله، په دغو هېوادونو کې د روغتیا په برخه کې پانګونه نه کېږي او ددې برخې لپاره له عامه بودیجې کافي سرچینې په پام کې نه نیول کېږي.
له دې امله، د لږ پرمختللو هېوادونو د روغتیا برخې پوهان باید د مالي سرچینو او سیاسي ملاتړ د جلبولو لپاره سیاسي مشرانو او د کابینې غړو ته قناعت ورکړي چې د روغتیا په برخه کې پانګونه لګښت نه بلکې پانګونه ده. دا کار هغه وخت شونی دی چې د روغتیا وزیران له غوره پوهې او د خلکو د روغتیا په برخه کې د لازیاتې پانګونې د ارزښت په اړه د بحث کولو وړتیا ولري.
په خواشینۍ سره باید ووایو چې د افغانستان د روغتیا برخې مسوولین له لازمې پوهې سره نه دي توانېدلي، سیاسي مشرانو ته قناعت ورکړي چې پر روغتیا په سمه توګه پانګونه وکړي او د روغتیا برخې د پیاوړتیا لپاره پوره سیاسي ملاتړ برابر کړي. له دې امله، د روغتیا لپاره له عامه بودیجې څخه د کافي مالي سرچینو د نه بېلولو ستونزه، د نورو وروسته پاتې او لږ پرمختللو هېوادونو په پرتله پراخه ده. افغانستان د روغتیایي خدماتو له پلوه د نړۍ په کچه په ناوړه وضعیت کې دی. د روغتیا برخې ارزونه چې په ۲۰۱۵ کال کې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د روغتیا برخې د يوې ډلې بهرنیو کارپوهانو له لوري وشوه، ددې ښودنه کوي چې په تېره یوه لسیزه کې له لاس ته راوړنو او پرمختګونو سره سره، په افغانستان کې د روغتیا برخه د نړۍ په کچه په ناوړه وضعیت کې ده. د نړیوال بانګ د ۲۰۱۷ کال رپوټ ښيي چې خدماتو ته د لاسرسي او کیفیت له زیاتوالي سره سره، په افغانستان کې روغتیايي چارې د کم عاید لرونکو هېوادونو په پرتله په ټیټه کچه کې پاتې دي.
دا په داسې حال کې دي چې اساسي قوانین او نړیوالې اعلامیې (د بشري حقونو اعلامیه، د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګروملتونو سازمان اعلامیې) حکومتونه مکلف بولي چې د خلکو د روغتیا او د خدماتو د لاسرسي په برخه کې د نابرابریو د کمولو او د روغتیایي برخې له پایلو په برخمن کېدو کې د کافي مالي سرچینو په پام کې نیولو سره د یوه ښه او باکفایته سیستم د بنسټ اېښودلو لپاره هڅې وکړي. سربېره پر دې د لوړو روغتیايي خدماتو له امله له بې وزلۍ سره د وګړو د مخنیوي په موخه لازم اقدامات عملي کړي.
له بده مرغه، افغان حکومت د نړیوالې ټولنې له مالي او تخنیکي ملاتړه له برخمن کېدو سره سره نه دی توانېدلی، اساسي روغتیايی خدماتو ته د ټولو د لاسرسي زمینه برابره کړي، روغتیايي نابرابرۍ په پراخه توګه کمې کړي او د لوړو روغتیايي مالي لګښتونو له امله د وګړو د بې وزلۍ د مخنیوي لپاره لازمې هڅې وکړي.
افغانستان د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی چې له خپله جېبه بهر لګښتونو کچه پکې زیاته ده. څېړنې ښيي چې افغانان ۷۶ سلنه روغتیايي لګښتونه په مستقیم ډول له خپلو جېبونو ورکوي. علمي شواهدو او تجربو ښودلې چې د روغتیايي خدماتو لوړ لګښت د خلکو د بې وزلۍ لامل کېږي. د روغتیا د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې، په کال کې څه د پاسه سل میلیونه وګړي د روغتیايي خدماتو د لګښتونو د ورکولو له امله له بې وزلۍ سره مخامخ کېږي. له دې امله وېلای شو چې په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتوالي یو لامل، د روغتیا د ښه والي په برخه کې د کافي پانګونې نشتوالی او د لوړو روغتیایي لګښتونو په وړاندې له خلکو ملاتړ نه کول دي.
پایله:
سیاسي مشران باید پوه شي چې د روغتیا په برخه کې پانګونه د اقتصاد په وده کې اساسي رول لري. صحي برخې او د وګړو د روغتیا لپاره مالي سرچینې په پام کې نیول، لګښت یا مصرف نه دی؛ بلکې د ټولنې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره پانګونه ده او تر ټولو مهمه دا چې حکومتونه باید پوه شي چې روغتیا تلپاتې ودې ته رسېدو اساسي شرط دی. همداراز باید پاملرنه وشي، نړیوالو څېړنو او تجربو ښودلې چې د غوره روغتیايي خدماتو رسول د بې وزلۍ په کمولو کې بنسټیز رول لري. د سراسري روغتیايي خدماتو لپاره پلانونه د کارنده او د اقتصادي پرمختګ وړ بشري ځواک یوه اساسي پانګونه بلل کېږي. عمومي روغتیايي خدمات(Universal Health Coverage) د ارسطو د هغې هیلې پوره کېدل دي چې د انسان د سوکالۍ لپاره یې مطرح کړې او همداراز هغه نظریه چې په ۱۹۷۹ کال کې د اقتصاد د نوبل جایزې ګټونکي امرتیا سن بیان کړې وه.
په داسې حال کې چې په نړۍ کې بې وزلي او اقتصادي نابرابري زیاته شوې، ټولو ته د روغتیايي خدماتو برابرول د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې مهم رول لوبولی شي. له همدې امله، د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره عمومي روغتیايي خدمات اقتصادي ودې او دوامداره پرمختګ ته د رسېدو لپاره یو شرط بلل کېږي.
دې ته په پام سره چې د بې وزلۍ کمول په ټاکنو کې د ولسمشر غني یوه ژمنه وه، په دغه لیکنه کې غواړم ووایم چې ښاغلی ولسمشره! د بې وزلۍ کمولو او دوامداره اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو لپاره باید په سمه توګه د روغتیا پر برخې پانګونه وشي او ټولو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو لپاره پلانونه د حکومت په لومړیتوبونو کې راوستل شي.
یاددښت: هغه څه چې د علمي څېړنو او نړیوالو تجربو پر بنسټ د بې وزلۍ په له منځه وړلو او اقتصادي پرمختګ کې د روغتیا د ارزښت په اړه په دغه مقاله کې بیان شول، افغان حکومت باید د بې وزلۍ د کمولو او اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو لپاره په پوره توګه د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي او ټولو وګړو ته د اړتیا وړ روغتیایي خدماتو د برابرولو په موخه د هېواد په روغتیایي چارو کې بدلونونه، په خپل کاري لومړیتوب کې راولي. خو دا کار به هغه وخت پلی شي چې رسنۍ او مدني ټولنه یې د عملي کېدو لپاره هڅې وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button