په خوست کې سختو ورښتونو او ږلۍ درانه مالي زیانونه اړولي دي

۸صبح، خوست: د خوست ولایت کروندګر وایي، چې سختې ږلۍ دوی ته ډېر مالی زیانونه اړولي دي.
د خوست یو شمېر کروندګرو او بڼوالو د چهارشنبې په ورځ (وري۲)، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت مرکز او ولسوالۍ د سختې ږلۍ شاهدې وې.
د خوست د کروندګرو په خبره، د تېرې شپې ږلۍ په تېرو کلونو کې بې ساری وه.
په خوست کې بڼوال وايي، چې ږلۍ د مېوه لرونکو ونو د ګلونو په له منځه وړلو سره د سږکال د حاصلاتو د حاصلولو هیلې په نا امیدۍ بدلې کړې دي.
تېر کال هم د پسرلي په موسم کې ږلۍ په ټول افغانستان کې کروندو او باغونو ته ډېر زیانونه اړولي وو.