بامیان کې د درنې واورې اورښت؛ د غور او دایکندي د تګ راتګ لارې تړل شوې دي

۸صبح، بامیان: د بامیان د ټولګټو ریاست یوې خبرپاڼې کې ویلي، د درنې واروې ورېدو له کبله د دغه ولایت د پنجاب او ورس ولسوالیو د تګ راتګ لارې تړل شوې دي.
د بامیان د ټولګټو رییس ملا عبدالخالق حقمل نن دوشنبه د جدي پر دیارلسمه سهار مهال وویل، د درنې واروې ورېدو له کبله د شاطو کوتل، پنجاب – آبقول کرمان، ورس – پل بندشوی، دشت دیوالي – بازار پنجاب او د سیاه درې بازار – آبقول کرمان لارې تړل شوې دي.
د نوموړي په خبره، حاجيګک کوتل کې هم قوي توپان دی او واوره اوري؛ خو اوسمهال دا لاره د تګ راتګ پر مخ پرانېستې ده.
د شاطو کوتل له بندېدو سره بامیان او کابل ته د غور او دایکندي د تګ راتګ لارې هم بندې شوې دي.
عبدالخالق حقمل له مسافرو غوښتنه کړې، چې اوسمهال دې پر دې لارو تګ راتګ نه کوي. نوموړي ویلي، د هوا له ښه کېدو سره به د دغو لارو پر پرانیستلو لاس پورې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د بامیان د ټولګټو ریاست شپږ میاشتې وړاندې په دې برخه کې د بشپړ تیاري خبره کړې وه.
د بامیان د ټولګټو ریاست د قوس په وروستۍ اوونۍ کې ویلي و، چې له یو شرکت سره یې له لارو د واورو د پاکولو قرارداد لاسلیک کړی او ډېر ژر به د واورو پاکولو ماشینونه سیمه ته ولېږدول شي.