نيمروز کې سخت توپان؛ څو کورونه ویجاړ او د زرنج ښار هټۍ او واټونه تړل شوي

۸صبح، نیمروز: په نیمروز ولایت کې ځايي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې له دوړو او خاورو سره مل توپان د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی.
د سرچينې په وينا پنجشنبه د مرغومې پر ٢٢ د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د سخت باد او توپان له امله يو شمېر کورونه وران شوي دي.
په زرنج ښار کې د ویجاړو کورونو کره شمېر روښانه نه دی.
د زرنج ښار اوسېدونکي وايي، توپان د زرنج – دلارام لويه لار د «داکو» په سيمه کې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د زرنج ښار اوسېدونکو له دغه سخت توپان وروسته خپلې هټۍ تړلي او د دغه ولايت په مرکز کې برېښنا هم پرې شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو په نيمروز کې له خلکو غوښتي، چې د توپان تر کمېدو پورې دې په دغه ولايت کې له سفر او تګ راتګه ډډه وکړي.