سخت توفان او منفي ۳۲ درجې یخني، سالنګ لویه لار بیا وتړل شوه

۸صبح، کابل: په تېرو دوو ورځو کې د سالنګ لویه لار د دوهمې ورځې لپاره د سختو توفانونو له امله تړل شوې ده.
د طالبانو د ټولګټو وزارت جمعه د مرغومي په ۲۳مه د تګ راتګ پر مخ ددغې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په وینا، سالنګ لویه لار د سخت توفان او د سانتي ګراد په حساب د منفي ۳۲ درجې هوا په سړېدو سره تړل شوې ده.
د طالبانو ټولګټو وزارت له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغه لاره له تګ راتګه ډډه وکړي.
په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دا دوهم ځل دی چې سالنګ لاره د موټرو پرمخ تړل کېږي.
دا په داسې حال کې دي چې په دې اونۍ کې په یو شمېر ولایتونو کې د یخنۍ څپه خپره شوې او تراوسه له دې امله څو تنه مړه شوي هم دي.