حکمتیار او د رجب اردوغان ویاندويي!
لیکوال: سپین ګل

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې له څه مودې راهیسې یې په « امنیتي ملحوظاتو» د کابل په دارالامان کې د مخکیني ولسمشر اشرف غني له لوري په ورکړل شوې ماڼۍ کې د جمعې ورځ د لمانځه امامت ځنډولی و، د کوچني اختر په مناسبت بیا خپل پلویان وربللي وو.
ښاغلي حکمتیار د مخکینیو دیني موعظمو په نوم یو ځل بیا خپلو پلویانو ته، سیاسي موعظه وړاندې او پر بېلابېلو ورځنیو مسایلو تم شو.
د هغه ددغې وینا بحث کې څو اړخونه شامل و، چې پر هر یوه یې بیا ځلي بحثونه کیدای شي، خو یو جالب ټکی دا و، چې نوموړی د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه نا اعلان شوي ویاند یا ټاکنیز کمپاینر په توګه وغږید.
حکمتیار، په ترکیه کې له سختې سیالۍ ډکو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې، د هغه مخالف نوماند په توندو ټکیو یاد او له ترکانو وغوښتل، چې هغه ناکام او اردوغان بیا بریالی کړي.
ګلبدین حکمتیار، د افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ وضعیت له خطر سره مخ وباله او د حل لپاره یې غوښتنه وکړه، چې ګواکې د کفارو مقابله وشي او د ټولو اسلامي هېوادونو په کچه د صلاح الدین ایوبي په شان یو سراسري زعامت رامنځته شي.
حکمتیار، د اردوغان په ستاینه کې نور الفاظ او دلایل هم په مستقیم او نامستقیمه توګه کتار کړل، چې له ټولو خبرو یې د اردوغان د ویاندویۍ وږم راته.
هغه طالبانو ته په نامستقیم ډول د بهرني سیاست د متوازن ساتلو نصیحتونه وکړل او د افغانستان فضا یې لا د امریکا له لوري اشغال شوې ګڼله.
په«قصاب کابل» مشهور دغه سیاستوال، چې پلویان یې د شوروي او ناټو پر وړاندې جګړه کې حضور ته په اشارې، د طالبانو بیا ځل حاکمیت پورې «د دواړو جهادونو امیر» تبلیغاوه، په دې وینا کې له محمد ظاهرشاه څخه تراوسه د افغانستان پر ټولو واکمنانو او سیاسي لوریو د غلامۍ، بې مسوولیتۍ، پرديو سره تړاو، خیانت او نورو مترادفو زشتو الفاظو مهرونه ولګول.
هغه د تېرو څلویښتو لسیزو د ناورین عمده علت له بهرنیانو سره ناسنجول شوي تعاملات، د هغوی لاسپوڅي، پر هغوی تکیه او دوی سره اړیکې وګڼلې، خو دې ته یې هیڅ پام نه و، چې خلک د ده د بهرنیو اړیکو په اړه هم ګڼ ترخه قضاوتونه لري.
ښاغلی حکمتیار نه پوهیږم له دومره کتاب لیکلو سره د کتاب لوستلو مینه وال هم دی کنه، چې ترکیه د سیکولرانو له لوري ویجاړه شوې بولي او د اردوغان مخالف نوماند له سیکولرګڼلو سره تکفیروي؟
هغه لکه چې خبر نه دی، چې د اوسنۍ ترکیې موسس او د ترکیې د ملت په پلار ملقب مصطفی کمال اتاترک یو سیکولر و او د ده ایډیال رجب طیب اردوغان یې هم وخت په وخت د مجسمو درناوي ته لاس په نامه دریږي.
ښاغلي حکمتیار په دې وینا کې ونه ویل، چې د دغې وینا اجازه یې څنګه ترلاسه کړې؟ ترکیه پر طالبانو او د دوی پر سیاسي مخالفانو څه اغېز او څه ډول تعامل ورسره لري؟ په افغانستان کې دغه هېواد څه موخې لري او افغانستان ته د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې څومره او په کوم اساس حیاتي دي، چې عالي جناب یې له څو میاشتنۍ خاموشۍ وروسته، سیاسي موعظه کې د اساسي بحث وړ وګرځي؟
زه هم پر دې پوښتنو نه غواړم تم شم، ځکه د خلکو خبره ټول پوهیږي، چې غوا توره ده او شیدې یې سپینې دي، خو له ښاغلي حکمتیار څخه به یې ځواب پوښتل ضرور وي. هغه ښاغلی هسې هم په هېواد کې پر روان هر اړخیز ناورین او پکې پرخپل نقش منکر دی، هر څه ګل و ګلزار بولي او هم له محدودو مواردو څخه، چې د خبرو او بحث اجازه پرې لري، همدا د ترکیې د ولسمشر پر ستاینو تمرکز کول دي.
ګلبدین حکمتیار، چې پرزول شوي جمهوري نظام سره له یو ځای کیدو وروسته یې، د ترکیې حکومت سره اړیکې خوږې شوي او ترکي رسنۍ هم وخت په وخت د ده خبرو ته ډېر پوښښ ورکوي، له داسې څرګندونو سره د افغانستان خلک د خپلو پردې شاته فعالیتونو او بهرنیو تعاملاتو په اړه اندیښمنوي.
خلک اندیښمن دي، چې اردوغان د ګلبیدین حکمتیار له اجاره کولو څه هدف لري؟ هغه د داسې تریبیون په خپلولو افغانانو ته څه پيغام لري؟ له طالبانو نه یې ولې د هغه د چوپې کړې خولې د پرانیستو اجازه اخیستې ده؟ د داسې تعاملاتو راتلونکي ګامونه او پایلې به څه وي؟