حکمتیار: د نجونو د زدهکړو د منع کولو پرېکړه د شرم وړ، بېځایه او هلاکوونکې ده

۸صبح، کابل: د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت په تړاو د طالبانو د مشر د وروستي فرمان پروړاندې د غبرګونونو په دوام کې د حزب اسلامي مشر دا پرېکړه د شرم وړ بللې ده.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه نېټه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، طالبانو پرېکړه کړې چې هغوی خپله هم د دې کړنې توجیه نه شي کولای.
حکمتیار ویلي، چې طالبان باید په هره برخه کې داسې چلند وکړي چې په حکومتولۍ کې د مذهبي څېرو د بې وسۍ ادعا رد شي.
د حزب اسلامي مشر ټینګار کړی لا هم فرصت شته چې ټول لومړیتوبونه درک او له «بېځایه او هلاکوونکو» پرېکړو ډډه وشي.
د طالبانو له خوا د نجونو برمخ د پوهنتونونو تړل کېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.