۸صبح، کابل: د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار د مونیخ امنیتی ناستې په غبرګون کې ویلی، د دې غونډې ګډونوال هڅه کوي چې د امریکا ولسمشر له افغانستانه له مشورې پرته او بې تدبیره وتلو له امله وغندی او همدا ډول په افغانستان کې د نوې جبهې د پرانستو هوډ لري.
حکمتیار په خپله یوه درسي حلقه کې چې یوه برخه یې یکشنبه شپه د سلواغې پر ۳۰ د بریا ټلویزیون په یوټیوب کې خپره شوه ویلي، چې د امريکا په مشرۍ د لوېديځو ځواکونو وتل د ناټو غړو هېوادونو ته تاريخي او نه جبرانېدونکى شرم ورغاړی کړ.
د حکمتيار په وينا، د مونيخ غونډې د انجنيرۍ او مديريت له لارې د ناټو غړي هېوادونه د خپل تاريخي شرم د جبرانولو لپاره په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کولو لپاره د پلمې په لټه کې دي.
د حزب اسلامي مشر پر دې خبرې په ټینګار سره، چې افغانستان د امریکا او روسیې په مشرۍ د نویو جبهو له رامنځته کېدو سره مخ دی، وویل چې په دې غونډه کې د مسکو، تهران او طالبانو نه بلنه د دوی لپاره پیغام لري.
حکمتیار له طالبانو وغوښتل، چې اوسني وضعیت ته په پام مناسب تصمیم ونیسي.
د یادونې وړ ده، چې له دوو ورځو راهیسې د مونیخ امنیتي کنفرانس د لسګونو هېوادونو د استازو او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په جرمني کې د افغانستان پر حالاتو د تمرکز په موخه جوړه شوې ده.