حکمتیار: په ښځینه جامو کې دوه ځانمرګي بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شول

۸صبح، کابل: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د هغه پر دفتر له برید څو ساعته وروسته یوه پیغام کې وویل، چې په چادرۍ کې دوو ځانمرګو بریدګرو د هغه پر دفتر برید وکړ.

هغه جمعه د لیندۍ پر یوولسمه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د لمونځ کوونکو د وتلو پرمهال د دغو بریدګرو په ډزو کې یو تن وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د حکمتیار په وینا، بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شول.

د راپورونو له مخې نن وسله‌والو کسانو د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند دارالامان سیمه کې د اسلامي حزب د مرکزي دفتر پر جومات د جمعې لمانځه پرمهال برید وکړ.

د سرچینو په یونا بریدګرو، چې په یوه کرولا ډوله موټر کې ځای تر ځایه رسولی و او ډزې یې وکړې د حزب اسلامي د مشر د جمعې لمانځه خطبه یې ګډوډه کړه.

حزب اسلامي د یوې بیانیې په خپرولو ویلي، چې په دغه برید کې ښاغلي حکمتیار او نورو مشرانو ته زیان نه دی رسېدلی.

په همدې حال کې د پاکستان دولت اعلان کړی، چې کابل کې د دغه هېواد پر سفیر هم ډزې شوې او په دې پېښه کې لږترلږه یو کس ټپي شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button