۸صبح، کابل: په داسې حال کې، چې د طالبانو رژیم هره ورځ د هېواد په مختلفو سیمو کې د نویو مدرسو د جوړولو خبر ورکوي، په ګڼو ولایتونو او له هغې ډلې په هلمند کې خلک د ښوونځیو د ودانیو له نشتوالي شکایت کوي.
دوی وایي، طالبان د اضافي مدرسو پر جوړولو ډېر تمرکز کوي، خو د ښوونځیو لپاره د اړینو ودانیو فکر ورسره نشته.
د هلمند د پوهنې لپاره د طالبانو د رژیم واکمنان مني، چې د دغه ولایت په مرکز او ډېرو ولسوالیو کې یوه لویه برخه ښوونځي ودانۍ نه لري، خو دوی په دې اړه د کوم پلان د یادولو پر ځای د ښوونځيو د ودانیو په نشتوالي پرزول شوی نظام ملامتوي.
په هلمند کې د ډېرو ښوونځیو زده کوونکي یا په ازاده فضا کې زده کړو ته ناست دي او یا د ښوونځیو لپاره په کرایه شویو ودانیو کې زده کړې کوي.
د بې سرپناه ښوونځیو یوشمېر زده کوونکي وايي د ژمي په سړه او د دوبي په ګرمه هوا کې له ګڼو روغتیايي او ښوونیزو ستونزو سره مخ وي.
د ناوې ولسوالۍ د نواباد ګوهرګین ښوونځي زده کوونکي محمد الله ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د ده په ګډون د ښوونځي زیات زده کوونکي په دوبۍ کې ځينې وخت د زیاتې ګرمۍ او په ژمي کې د زیاتې یخنۍ له امله ښوونځي ته نه شي راتلای.
محمد الله وایي: « په ژمې کې د یخنۍ او ورښتونو او دوبي کې د ګرمۍ له امله درس نه شو ویلای. چارواکي دې زموږ د ښوونځي ودانۍ راته ورغوي .»
د هلمند یو شمېر ښوونکي د لازم درسي چاپېریال نشتوالی د ښوونیز بهیر پر وړاندې له لویو ستونزو بولي او غوښتنه لري، چې د بې ودانیو ښوونځیو د ودانیو ستونزه دې حل شي.
د ناوې د ګوهرګین ښوونځي ښوونکی محمد ایوب باور لري، چې که دا او نورې ستونزې حل نه شي، زده کوونکي به په سمه توګه زده کړې ونه کړای شي.
هغه د طالبانو پر رژیم نیوکه وکړه، چې له بیا واکمنیدو سره یې د ښوونځیو ودانیو او درسي توکیو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې او ډېر تمرکز یې د مدرسو پر زیاتوالي دی.
نوموړي زیاته کړه:« د طالبانو زیات متمرکز پر د یني مدرسو دی. که وګورو په هلمند ولایت کې دومره ښوونځي نشته لکه مدرسي چې زیاتې دي. «
معلوم ایوب له طالب چارواکو غوښتنه وکړه چې د ښوونیز سیستم متوازنې پراختیا او د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.
د هلمند د مارجي ولسوالۍ د مرکزي لیسې یوه زده کوونکي نجیب الله ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د دوی لېسه په بشپړ ډول له منځه وړل شوې خو تر اوسه پورې یې طالب چارواکو رغولو ته پاملرنه نه ده کړې .
د هلمند د پوهنې لپاره د طالبانو د رژیم واکمن مولوي محمد عوض انصاري مني چې د دغه ولایت له ۳۵۷ ښوونځيو څخه تر ۲۰۰ زیات یې ودانۍ نه لري.
د نوموړي په وینا، د هلمند د زیاتره ښوونځيو ودانۍ د تېرو جګړو پرمهال په بشپړه یا نسبي توګه ویجاړې شوي دي .
انصاري زیاتوي: « د تېرو جګړو پرمهال د ډېرو ښوونځیو ودانۍ ویجاړې شوي. داسې ولسوالۍ شته چې هېڅ ښوونځی یې ودانۍ نه لري. هلمند کې یوازې ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ لري، نور ټول یا په کرایي کورونو کې فعال دي، یا زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. «
د هلمند اوسیدونکي وایي، چې د جمهوري نظام خلاف د طالبانو د شل کلنې جګړې پر مهال یې پر ښوونځیو سربېره د روغتیایي مرکزونو او نورو خدماتي ادارو تاسیسات هم ویجاړ شوي او زیانمن شوي، چې رغونې ته اړتیا لري.
دوی له طالب چارواکو غواړي، چې په دې اړه لاس په کار او ستونزو ته یې د حل لارې ومومي.