هلمند: له زده کړو محرومو ۵۰ نجونو ته د خیاطۍ زده کولو مرکز جوړ شوی

۸صبح، هلمند: د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یوې مېرمنې د طالبانو د بندیزونو له امله، له زده کړو څخه د محرومو شویو نجونو ۵۰ تنو ته د خیاطۍ زده کولو وړیا مرکز جوړ کړی.

دغه مېرمنه پر خپل دغه کار خوشاله ده، خو وایي تولیدي توکي یې مناسب بازار نه لري.

د خیاطۍ زده کولو د یاد شوي ښځینه مرکز مسووله نازیه محمدي له اړوندو مرستندویو موسسو او چارواکو غواړي، چې د چارو د ښه والي او پياوړتیا لپاره ورسره مرسته وکړي.

نازیه محمدي وایي:« د خیاطۍ زده کولو دا وړیا مرکز مو د دې لپاره نجونو ته پرانییستی، چې هم له زده کړو څخه د محرومیت له امله یې ذهني شکنجه او فشار کم شي او هم یو څه زده او خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.»

مېرمن محمدي زیاتوي، چې یاد شوی مرکز یې د ۲۰۰ زره افغانیو په شخصي لګښت جوړ کړي او تر ۵۰ تنو هغو نجونو ته یې د خیاطۍ زده کولو زمینه برابره کړې، چې له زده کړو محرومې شوې دي.

هغه وایي، که موسسې او حاکم رژیم د جامو ګنډولو د ماشینونو او رختونو په برخه کې مرسته ورسره وکړي، دغه مرکز به پراخ او د زده کوونکو شمېر به یې سلګونو نجونو ته ورسوي.

د خیاطۍ په دغه مرکز کې زده کوونکې نجونې دوی ته د دغه فرصت په برابریدو خوشاله دي. دوی وایي، چې له ښوونځیو څخه تر منع کیدو وروسته ورته رواني ناروغۍ پيدا شوې وې، خو د خیاطۍ زده کولو له فرصت سره یې پام بدل شوی او خوشاله دي.

۲۰ کلنه حمیده، چې د لښکرګاه ښار د یوې ښځینه لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې وه، په اوښلنو سترګو ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره، له زده کړو محرومیت سخت رواني زیان ور اړولی دی.

هغه وایي : «زه هیله منه وم، چې زده کړې بشپړې او ډاکټره شم، خلکو ته خدمت وکړم، خو طالبان راغلل او د شریعت د تطبیق په نوم یې د زده کړو شرعي حق او نور حقونه راڅخه واخیستل.»

حمیده د خیاطۍ د زده کړې مرکز ته په راتلو خوشاله ده او وایي، چې لږ ترلږه یې ذهني فشار کم شوی او د یوه کار د زده کولو فرصت ور برابر شوی.

هغه وایې: « د خیاطۍ زده کولو سره مې هم ذهني فشار کم شوی، هم د یوه کار زده کولو او اقتصادي ستونزو د حل هیله مندي راته پيدا شوې ده.»

په لښکرګاه کې د خیاطۍ زده کولو د دغه وړیا مرکز یوه بله زده کوونکې، چې مخکې د طب پوهنځي محصله وه او نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي بېوزلې کورنۍ یې په ډېرو ستونزو د طب زده کړې پرې وکړې، خو اوس یې ټولې خوارۍ په اوبو لاهو شوې.

د هغې په وینا، د دې د زده کړو پایلو ته خپله دا او کورنۍ یې ډېره هیله منه وه، خو طالبانو دا ټولې هیله مندۍ خاورې کړې.

د طب پوهنځي دا په کور شوې محصله، چې اوس خپله له رواني ستونزو شکایت کوي وایي د خیاطۍ زده کړو له پيل سره یې رواني ستونزې تر یوې اندازې کمې شوي دي.

هغه وایي: « طالبانو ډېر ظلم راسره وکړ، هم یې له زده کړو محروم کړو، هم یې فقر او بېوزلي زیاته کړه او هم یې په رواني ناروغیو اخته کړو.»

خیاطۍ ته مجبوره شوې د ډاکټرۍ دا هیله منه نجلۍ له نړیوالي ټولنې او د ښځو له ملاتړو بنسټونو غواړي، چې د افغان نجونو د زده کړو د تلف شویو حقونو د بیرته تامینولو لپاره په اساسي ډول لاس په کار او د دوی ننګه وکړي.

یاد شوي مرکز ۱۷ کلنه زده کوونکې شازیه وایي، چې طالبانو په اتم ټولګي کې له زده کړو محرومه کړې ده.

هغه هم له دې امله، له ورپېښو رواني ستونزو شکایت کوي، خو زیاتوي چې د خیاطۍ زده کړې مرکز ته له راتلو سره یې دا ستونزه یو څه کمه شوې ده.

نوموړې وایي:« څنګه به رواني ستونزې نه را ته پيدا کیږي، له یوې خوا یې زده کړې را باندې بندې کړي. بل لورته، اقتصادي او بشري ناورین دی او پر دې سربېره هره ورځ په یو او بل نوم د هېوادوالو له شکنجو او ذلت څخه خبریږو.»

شازیه له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان ناورین او په ځانګړي ډول د جمهوري نظام د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو د چټک ضایع کیدو د مخنیوي لپاره لاس په کار او تر هرڅه لومړی د ښځو د زده کړو تلف شوي حقونه بیرته تامین کړي.

په هلمند کې د طالبانو د رژیم چارواکي د ښځینه وو لپاره د لاسي صنایعو د مرکزونو جوړیدل ستایي او وایي د داسې هڅو د ملاتړ هڅه کوي.

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست لپاره د طالبانو واکمن مولوي عبدالولي هاشمي وایې، چې د دغو هڅو د ملاتړ لپاره یې خپل اړوند وزارت ته یوه طرحه استولې ده.

هغه وویل:« تراوسه مو د ښځینه صنعت کارانو لپاره جواز نه دی اخستی. کله، چې د وزارت له خوا لارښوونه وشي، د هغوی د پرېکړې له مخې موږ له ښځینه صنعت کارانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو.»

یو شمېر شنونکي بیا د ښځینه وو لپاره د لاسي صنایعو د مرکزونو جوړول ستایي، خو ټینګار کوي چې دا مرکزونه د نجونو د زده کړو بدیل نه شي کیدای او په کار ده، چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کیدو او نورو حقونو د تامین لپاره مبارزه دوامداره او پياوړې شي.

ورته لیکنې

Back to top button