د هلمند د اوبو د حقابې لانجه او د داعیو تناقض

په ایران او افغانستان کې دوه ظاهراً خالص اسلامي رژیمونه واکمن دي. یوه ادعا چې دواړه یې هڅه کوي خپل مشروعیت ورسره وتړي، د «اسلامي امت» مقوله ده. دا دواړه رژیمونه د نورو هغو ډلو په څېر چې اسلام د سیاسي واک د ترلاسه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي او د سیاسي اسلام په نوم پېژندل کېږي، د امت د مقولې په پړسولو سره داسې ښيي، چې د دوی اندېښنې له رسمي پولو اخوا دي او د نړۍ د ټولو مسلمانانو په اړه فکر کوي. د ایران رژیم له کلونو راهیسې د فلسطینیانو، یمنیانو، عراقیانو، لبنانیانو، سوریایانو او په خپلو تېلو پورې تړلو نورو ډلو پر وړاندې ځانته د پلارولۍ حیثیت ورکوي او د دې پر ځای چې د خپلو وګړو ژوند چې له ډول ډول تبعیضونو، فشارونو او محرومیت کړېږي، ښه کړي، د دغه هېواد پانګې د سیمې په نیابتي جګړو کې لګوي څو د واکمنې ډلې ځواک څو برابره شوې. په افغانستان کې طالبان د دې پر ځای چې ملي ګټو ته غاړه کېږدي او د ثبات او بشپړ سیاسي او امنیتي ټيکاو د راوستو لپاره له نورو ځواکونو او قومي ډلو سره تفاهم ته ورسیږي، د خپلو اړیکو شبکه یې د ایران له قدس ځواکه تر اورپکو ډلو لکه پاکستاني طالبانو، القاعدې، انصارالله او نورو پورې پراخه کړې ده. په دواړو هېوادونو کې داسې کړنلاره حاکمه ده، چې واکمنان پياوړي کوي او د دغو هېوادونو خلک نورهم کمزوري او بې وسه کوي او دا هر څه د ملت د ګټو تر پوښښ او ايډيالوژيک شعار لاندې ترسره کېږي، چې د ملت له ګټو سره په تقابل کې دي.
هغه تبلیغاتي لانجه چې په دې ورځو کې د ایران د واکمنانو او طالبانو ډلې تر منځ پیل شوې ده او پایلې یې د دواړو هېوادونو د خلکو په زیان دي، د دوی د ایډیالوژیکو او بې مانا کړنلارو له ناکامۍ پرده پورته کوي. دا لانجه ښیي چې د «اسلامي امت» په نامه یو څه د یوه حقوقي وجود په مانا چې د مشخصو مفهومي پولو او قانوني اړتیاوو او پایلو لرونکی دی، یو بشپړ توهم او لوی دروغ دي. اسلامي امت یوه داسې اخلاقي مقوله ده، چې هېڅ ډول شرعي مکلفیت او حقوقي اجبار نه لري. د سیاسي اسلام فعالان چې د دغو مفاهیمو د درک او تفکیک لپاره کافي سواد نه لري، له نږدې یوې پیړۍ راهیسې دغه توهم پر خلکو پلوري. په پایله کې یې د حزب التحریر، اخوان المسلمین، القاعدې، داعش، طالبانو، حزب الله او نورو ډلو په ملیونونو غړي له دې پرته چې خپلو ولسونو ته خدمت وکړي، دغه توهم ته د زړه په ښه کولو سره د نورو د سیاسي پروژو چوپړ کوي. خو د دې اپوټه ملت یوه حقوقي مقوله ده چې په روښانه تعریف سره په نننۍ نړۍ کې د هیوادونو د تعامل او نړۍوال نظم بنسټ ګرځیدلې ده.
په بنسټپالو ډلو کې د امت او ملت تر منځ تناقض نننی نه دی. د صدام حسین د رژیم لخوا د کویت د نیواک پر مهال عرب اخوانیان په دوو دښمنو جبهو بدل شول، هغوی چې په اشغال کې یې خپلې ګټې لیدلې د صدام تر څنګ ودرېدل او هغوی چې د دې کار له امله یې ګټې له خطر سره مخ شوې وې د صدام پر ضد یې د امریکا د برید ملاتړ وکړ. په سوريه کې کله چې د دغه هېواد سيکولر رژيم لومړی له اخوان المسلمين او بيا له القاعدې سره په جګړه کې کېوت، د ايران بنسټپالی رژيم له بنسټپالو سره مقابلې ته ووت او د دغه رژيم ملاتړ يې وکړ.همدا تناقض د اویغور، کشمیر، لیبیا او په لسګونو نورو قضیو په ملاتړ کې لیدلای شو چې هر یو دغه حکومت او سازمان د اعتقاداتو پر بنسټ نه، بلکې د خپلو ګټو پر بنسټ عمل کوي، خو د خلکوغولولو او د احساساتي ځوانانو په منځ کې ځای پیدا کولو پرمهال د اسلامي امت په څېر شعارونه ورکوي. طالبان او ایران هم اوس د حقابې په لانجې سره د دغه تناقض پر پوله په درېدو سره ویاړي او د امت د مقولې د ناکامۍ او کارنه ورکولو سندره غږوي. له بده مرغه د نړۍ په دې برخه کې د ایډیالوژیو د توفان پر وړاندې د عقلانیت ډېوه تته شوې او د دغو ساده قضیو درک کول یې ستونزمن کړي دي.