که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په ټول هېواد کې د کوکنارو او د نورو نشهيي توکو پر کرکېلې بندیز لګولی؛ خو د هلمند کروندګر له دولته د کوکنارو د کښت د بدیل غوښتنه کوي. د دې ولایت د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی پيرمحمد وایې، که د کوکنار د کښت بدیل ورنهکړل شي، خلک به له سختو اقتصادي ستونزه سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړه، تېرو جګړو او روانې وچکالۍ د دغه ولایت کروندګر له پراخو اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي، د نوموړي په خبره تر اوسه په دې ولایت کې د کوکنارو داسي بدیل کښت ته زمینه نه ده برابره شوې، چې کروندګر ترې ورته ګټه ترلاسه کړي. پیرمحمد له حکومت څخه د بدیل کښت او برمو غوښتنه لري.
لښکرګاه ښار ته نږدې د بُست کلا سیمې یو اوسېدونکی هم د ورته ستونزو یادونه کوي. د دې سیمې اوسېدونکى حاجي دستګیر وایې، چې لا هم د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت بدیل ته زمینه نه ده برابره شوې، چي دې چارې ډېری کروندګر اندېښمن کړي دي.
هغه زیاتوي، چې د کوکنارو له کښت څخه خلکو ډېري پیسې تر لاسه کولې، اقتصادي وضعیت یې ښه و، خو اوس چې د کوکنارو پېر، پلور او تولید منع اعلان شوی، حکومت (طالبان) باید له کرندګرو سره د کرنې په برخه کې دوامدارې مرستې وکړي.
د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد بریالي رفیع وایي، د کوکنارو ښه بدیل د هلمند له اقلیم سره د بڼوالۍ دودول دي. نوموړى زیاتوي چې په دغه ولایت کې د انګورو، مڼو او انارو بڼونه، د فني بڼوالۍ او روزني له مخې، د وګړو او کروندګرو په اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته کېدای شي.
رفیع وایې: «حکومت (طالبان) باید بزګرانو ته روزنه او عامه پوهاوی ورکړي، ځکه په دغه ولایت کې بڼونه کم دي او خلک ورسره دومره بلدتیا نه لري.»
په ورته وخت کې هلمند ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولان بیا د کوکنارو پر ځای د نوې او مسلکي بڼوالۍ د پراختیا خبر ورکوي. د دې ادارې لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالباري شهاب وایې، دا ولایت په زیاته اندازه اوبه لري او دوی نیت لري، چې د بڼونو جوړولو په برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي.
د نوموړي په خبره، په دغو بڼونو کې د پستې او خرما بڼونه شامل دي چې د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي.
هغه زیاتوي: «موږ د کرنې وزارت په همکارۍ خلکو ته د پستې او خرما بڼونو په جوړولو کې مرسته کوو، ځکه خرما او پسته د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي.»
هلمند د هېواد په سویل کې هغه کرنیز ولایت دی، چې کابو اتیا سلنه وګړي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې برابروي. له دې وړاندې په سویلي ولایتونو کې د خلکو لویه عایداني سرچینه د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید و.