سرچينې په افغانستان کې د اسيا د پراختيايي بانک د دفتر د بيا پرانېستل کېدو خبر ورکوي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، جاپان او امريکا د اسيا د پراختیايي بانک د مهمو تمويلوونکو په توګه پر دغه بانک فشار راوستی چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې خپل دفتر پرانيزي. ټاکل شوې، چې دغه بانک د راتلونکي میلادي کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. د اسیا پراختیايي بانک چې په افغانستان کې یو له سترو بودجوي تمویلونکو دی، د طالبانو په واکمنېدو سره په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه وځنډول او خپل دفتر یې تاجیکستان ته ولېږداوه. په همدې حال کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا او یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې دغه ګام د «ترهګرۍ» غیر مستقیم ملاتړ ګڼي. د هغوی په وینا، نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا باید له طالبانو سره د خپلو اړیکو د عادي کولو لپاره له نړۍوالو بنسټونو د سیاسي وسیلې په توګه کار وانخلي. له بلې خوا د اسیا پراختیايي بانک د دفتر بېرته پرانیستل د دغه بانک د ۲۰۳۰ کال د ستراتیژۍ پر خلاف کار دی چې پر بنسټ یې، د ښځو ملاتړ او جنسیتي برابري د دغه بانک له عملیاتي پلانونو ګڼل کیږي.
د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته، د نړۍوال بانک، اسیا پراختیايي بانک او نورو نړۍوالو بانکونو په ګډون ټولو مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي. د دغو بنسټونو د فعالیتونو له ځنډېدو وروسته، د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د بانکوالۍ او نقدینه ګۍ سیستم له کړکېچ سره مخ شو، چې دا وضعت تر نن ورځې پورې دوام لري. په تر ټولو تازه مورد کې، سرچینو په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان د یوه ستر مالي ملاتړ کوونکي یعنې د آسیا پراختیایي بانک د دفتر د بېرته پرانېستل کېدو خبر ورکړ. د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه بانک په پام کې لري، چې لږ تر لږه درې کاله وروسته، د ۲۰۲۴کال په جنورۍ يا فبرورۍ کې په افغانستان کې خپل فعاليتونه بېرته پېل کړي.
سرچینو څرګنده کړې، چې دغه اقدام د جاپان او امریکا د فشار له امله، چې د دغه بانک مهم مالي ملاتړي دي، شوی دی. دغه بانک په داسې حال کې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د پیلولو پریکړه کړې، چې د ۲۰۳۰ کال په ستراتیژۍ کې یې د ښځو د بې وزلۍ له کمولو سره مرسته او د جنسیتي برابرۍ پراختیا د خپلو پلانونو له لومړیتوبونو بللې ده.
د اسيايي د پراختيايي بانک په ستراتيژۍ کې دغه راز ويل شوي، چې پر بې وزلۍ غور او د نابرابريو کمول، تحصیل او زده کړه او د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د پرمختګ چټکول د بشري پراختيا او د ښځو د بېوزلۍ د کمولو لپاره د دغه بانک له کاري پلانونو دي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ښځې له ټولو عامه برخو ایستلې دي.
د اسیا پراختیايي بانک د ۲۰۲۳ کال لپاره په خپلې ستراتیژۍ کې ویلي، چې له هېوادونو سره د چلند متفاوتې بڼې لري. د دغې ستراتیژۍ له مخې، له هغو هېوادونو سره چې په حساسو او نامناسبو شرایطو کې دي، د اسیا پراختیايي بانک د تعامل بڼه د حکومتوالۍ پر اصلاحاتو او د بنسټونو پر ودې، د شخړو پر حل او د پخلاینې او بیارغونې پر هڅونې متمرکزه ده.
د دې تګلارې له مخې، طالبان په تېرو څه باندې دوو کلونو کې نه دي توانېدلي چې شخړې حل کړي، روغې جوړې او ښې حکومتوالۍ ته وده ورکړي او دولتي ادارې پياوړې کړي، بلکې د حکومتولۍ ټول قوانين او حقوقي ميکانيزمونه يې له منځه وړي دي. د طالبانو په رژيم کې د اجرااتو او پرمختيايي پروګرامونو د څارنې لپاره کومه ځانګړې او قانوني اداره نشته. په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو رژیم د روڼتیا او حساب ورکونې په اړه یوازې د خپلو ویاندانو پر څرګندونو تکیه کړې او له خلکو او رسنیو یې د پوښتنو او ازادو معلوماتو ته د لاسرسي حق اخیستی دی.
له بلې خوا د اسیا پراختیايي بانک ژمنه کړې وه، چې په افغانستان کې به تر هغې چې دولتي بنسټونه او افغان امنیتي ځواکونه موجود وي، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته، دغه بانک خپل دفتر تاجیکستان ته ولېږداوه او له هغه ځایه یې د ملګرو ملتونو په اډانه کې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړ. دغه بانک تېر کال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په اډانه کې له افغانستان سره څه باندې څلور سوه میلیونه ډالره مرسته وکړه. دغه بانک ژمنه کړې، چې په راتلونکي کال کې به هم د ملګرو ملتونو د بشري پروګرام له لارې ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
د اسیا پراختیايي بانک په داسې حال کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو مرستو خبر ورکوي، چې د طالبانو یو شمېر مخالف سیاسي او مدني قوتونه هر هغه اقدام چې له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو د عادي کېدو او مرستې لامل شي، د «ترهګرۍ» د ملاتړ په توګه تعریفوي. د افغانستان د ژغورنې د مقاومت عالي شورا وايي، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ښځې له عامه ژونده په بشپړه توګه اېستلي او د یوه مشروع او قانوني حکومت جوړولو ته ژمن نه دي.
د افغانستان د ژغورنې د عالي شورا ویاند خالد پښتون د اسیا پراختیايي بانک د بیا پرانېستلو د پرېکړې په غبرګون کې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا اقدام د «ترهګرۍ» ملاتړ دی. ښاغلی پښتون ټینګار کوي، چې د یوه قانوني حکومت له جوړېدو پرته چې انتخاباتي مشروعیت ولري، د «بانکونو راتلل او طالبانو ته پیسې ورکول» د «نړۍوال تروریزم» غیر مستقیم ملاتړ دی.
د افغانستان د ژغورنې د عالي شورا ویاند وايي، طالبان د نړۍوالو نورمونو پربنسټ، پر ارزښتونو باور نه لري او له دې ډلې سره هر ډول مرستې د افغانستان او نړۍ د خلکو په ګټه نه دي. هغه په ډاګه کړه، چې د نجونو او ښځو له زده کړو منعه کول او د هلکانو لپاره د تندلارۍ د نصاب جوړول هېواد د بشپړې بنسټپالنې پر لور بیایي او نړۍ باید له داسې ډلې سره د اړیکو د عادي کولو په هڅه کې نه وي.
په ورته وخت کې یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې د امریکا تر فشار لاندې د اسیا پراختیايي بانک د دې اقدام په غبرګون کې وايي، چې واشنګټن له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په لټه کې دی. د دوی په وینا، متحده ایالتونه غواړي چې د ګڼ ملیتي سازمانونو له لارې له دې ډلې سره د اړیکو لپاره « له سرخوږي پرته» فضا رامنځته کړي، څو د هېوادوالو د عامه افکارو تر فشار لاندې رانه شي.
اعتراض کوونکې ښځې وایي، چې د امریکا د حکومت چارواکي غواړي په نړۍوالو بنسټونو کې د نفوذ په کولو سره د طالبانو د په رسمیت پېژندنې زنګ له اسیا ووهي. د دوی په وینا، دا ډول اقدام له افغان ښځو او د بشري حقونو له ارزښتونو سره «خطرناکه» او «دوه ګونې» لوبه ده. دغه اعتراض کوونکې ښځې ټینګار کوي، چې امریکا د سیاسي میز پر سر د بشري حقونو ملاتړ کوي، خو اقتصادي او مالي بنسټونه مکلفوي چې طالبان پیاوړي کړي.
اعتراض کوونکي ښځې له طالبانو سره د هېوادونو او سازمانونو هر ډول تعامل او د اړیکو عادي کول د بشري حقونو له ارزښتونو، د نړۍوالو اړیکو له اصولو او نورمونو او د افغانانو له ګټو سره په ټکر کې ګڼي. د دوی په وینا، د بایډن د حکومت چارواکي له افغانستانه د «ناوړه وتلو» د سپینولو په لټه کې دي، څو د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې ناکامې تګلارې توجیې کړي.
لیلما جمشیدي (مستعار نوم) چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یوه اعتراض کوونکې ښځه ده، وايي چې د نړۍ هره هڅه باید د «طالبانو د جنسیتي اپارټایډ» د پلي کوونکي رژیم د ټغر پر ورټولو متمرکزه وي. د هغې په وينا، له طالبانو سره مرسته په افغانستان کې له ځپلو، جنسي تيري، په پراخه کچه د ښځو له حذف او د بشري حقونو له سيستماتيک نقضه ملاتړ دی.
د يادونې وړ ده، چې د اسيا پراختيايي بانک په تېرو دوو لسيزو کې د افغانستان په عصري کولو او بيارغونه کې يو له سترو مرسته کوونکو و بانکونو و. دغه بانک په څه دپاسه یوې لسیزې کې افغانستان ته ۸۱۷.۳ میلیونه ډالره پور ورکړی او له دغه هېواد سره یې ۹.۳ میلیونه ډالره وړیا مرسته کړې ده.