هرات – بادغیس لویه لار د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

۸صبح، بادغیس: ځایي سرچینې د هرات – بادغیس لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکوي.
سیمهییزې سرچینې چهارشنبه د مرغومي پر یوویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه لویه لار د واورو له امله له تېر ماښام راهیسې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.
په همدې حال کې بادغیس کې طالبانو د دغه ولایت له اوسېدونکو غوښتي، چې د واورو او کنګلونو له امله ګاونډیو ولایتونو ته سفر ونهکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ماښام هم کابل – غور لویه لار په وروستیو دوو اونیو کې د درېیم ځل لپاره وتړل شوه.