د هرات امنیتي ناسته؛ فوزیه کوفي: ښځې باید د افغانستان په سیاست کې پراخه ونډه ولري

۸صبح، کابل: د بدلون څپې ګوند مشره او له طالبانو سره د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي، چې ښځې باید د افغانستان په راتلونکي سیاست کې پراخه ونډه ولري.
اغلې کوفي، چې سه شنبه د لیندۍ پر اتمه یې د هرات په لسمه امنیتي ناسته کې وینا کوله، ټینګار کړی دی چې ښځې باید د افغانستان په راتلونکي کې د هر ډول بدلون مرکزي عنصر ووسي.
هغې همداراز د افغان مېرمنو د مېړانې په ستایلو ویلي: «طالبان ښځې د خپل اقتدارپالونکي رژیم پروړاندې جدي ننګونه ګڼي.»
د بدلون څپې ګوند مشرې زیاته کړې: «د ښځو پروړاندې د طالبانو سیاست، ان اسلامي نه دی؛ ځکه د اسلام په هېڅ ځای کې په عمومي توګه د ښځو ګډون او د زدهکړو حق نه دی ترې اخیستل شوی.»
هغې همداراز له هېوادونو غوښتي، چې د افغان مېرمنو پروړاندې خپل دوهګونی سیاست پایته ورسوي.
د هرات په لسمه امنیتي ناسته کې، چې نن او سبا د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې روانه ده اوسنی وضعیت او په راتلونکي کې د ښځو مقام د بحث یوه موضوع ده.