د هرات امنیتي ناسته؛ نړۍ دې د یوه لنډمهاله مشارکتي حکومت د جوړېدو لپاره پر یوه میکانیزم کار وکړي

۸صبح، دوشنبې: په تاجکستان کې د هرات د امنیتي ناستې په لومړۍ ناسته کې، ګډون والو په افغانستان کې د یوه لنډمهاله مشارکتي حکومت د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د سه شنبې ورځې د لیندۍ د اتمې له غرمې مخکې د دولت جوړونې او قانون پالنې په نوم ددې غونډې په لومړۍ ناسته کې، ویناوالو، انحصار پالنه، د خپل برخلیک په ټاکلو کې د خلکو نه ګډون او بهرنۍ لاسوهنه په افغانستان کې د دولت د پرځېدو اصلي لاملونه وبلل.

د امریکا د اندیانا پوهنتون استاد نظیف الله شهراني، د بریتانیا په ویسمنسټر پوهنتون کې مرستیال استاد داوود اعظمي او د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي پخوانی غړی ډاکتر محمد امین احمدي، ددې ناستې لومړني ویناوال وو.

دوی د نړۍ او سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د یوه مشارکتي لنډمهال حکومت د جوړولو لپاره د جدي میکانیزم او د اساسي قانون پر بنسټ یوه باثباته او دیموکراتیک حکومت لپاره جدي کار وکړي.

د دوی په وینا، داسې حکومت باید جوړ شي چې په هغې کې د نورو اساسي مسایلو ترڅنګ غیرمتمرکز سیاسي جوړښت په پام کې ونیول شي.

له بلې خوا، امین احمدي په خپله وینا کې څرګنده کړې، طالبان په یوازیني شي چې پر باور لري، انحصار پالنه او د افراط پالنې او غیرمډرنو افکارو پربنسټ نظام دی.

د هرات لسمه امنیتي ناسته د تاجکستان په پلازمیني دوشنبې کې پيل شوې ده. دا ناسته به سبا هم روانه وي.

Back to top button