د هبت الله په ځای ناستي توب پسې سرګردانه دفاع وزیر
لیکنه: سپين ګل

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه تازه راپور له مخې، د ملا هبت الله اخندزاده د ځای ناستي توب لپاره، له هغه سره په سختې سیالۍ بوخت دی، د سیمې له هېوادونو ډاریږي، چې د دغه هدف ترلاسه کولو پر وړاندې به یې خنډ شي.
د طالبانو د موسس ملا عمر دغه زوی، چې ویل کیږي په پاکستان کې زیږیدلی، لوی شوی او پلار یې له هماغه ځایه مطرح شوی او پر افغانستان واکمن شوی، په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیمه ییزو متحدینو په پرتله، د دوی د نړیوال ملاتړي بلاک ډېر تابع ګڼل کیږي.
ملایعقوب، چې په خپله وینا یې تازه ۳۱ کلن شوی، وایي خپل پلار ملا عمر یې په وروستي ځل، د هغه له مړینې ۱۳ کاله مخکې لیدلی و.
د هغه پلار ملاعمر او نیږدې کسانو یې په ۲۰۰۱ کې، د رژیم د سقوط په درشل کې یې پاکستان ته وغوښتل شول، څو د نویو لوبو لپاره پر خپل پلان شوي نقش خبر او عمل پرې وکړي.
پاکستان، د طالبانو د لومړي ځل نسکوریدو پر مهال، له یوه پلوه د دوی د نسکوریدو لپاره د امریکا په مشرۍ د نړیوال ملاتړ اساسي ملګری و او امریکایي الوتکو ته یې پر طالبانو د بریدونو لپاره اډې ورکړې وې، خو د بله پلوه یې د مدرسو زرګونه جنګیالیو د طالب جنګیالیو په لیکو کې دوی سره اوږه پر اوږه د طالب رژيم دفاع کوله.
دا چې پاکستان کې ملاعمر او ملګري یې څنګه اوسیدل، برخلیک یې څه و او پاکستان څه چلند ورسره کاوه، په دې اړه ډېر وضاحت نشته، خو له لیدل شویو پایلو ښکاري، چې پاکستان د مقطعه یي مهرو په توګه دوی سره د ورځې په بیه له سپکاوي او ذلت څخه ډک چلند کړی، تر دې چې ملا عمر یې له خپلې کورنۍ هم ۱۳ کاله لرې ساتلی او بیا په مرموزه توګه وژلی دی.
د نورو لاملونو ترڅنګ، دغه وضعیت به سبب شوی و، چې د ملا عمر ځينې کسان لکه: ملا عبیدالله اخند د پاکستان په زندانونو کې ووژل شول، ځینې ملا برادر غوندې په ډېر ذلت بندیان شول او نورو سره هم له پاکستان څخه د لرې کیدو د هڅو له امله ناوړه چلند وشو.
د ملا عمر زوی، ملا یعقوب چې ویل کیږي د نادرکه پلار د یرغملتوب او نه لیدو له درد او محرومیت څخه په استفادې نورو استخباراتي سازمانونو، د طالبانو د یو شمېر نورو څېرو په شان ځانته رامات او د پاکستان له صدفیصده تعهد څخه واړول، په تدریجي ډول د طالبانو له سیمه ییز ملاتړي بلاک څخه، نړیوال بلاک ته د پناه وړلو په حال کې دي.
ملا یعقوب، چې د پلار د نیږدې ملګري ملا برادر له لارې قطر، متحده عربي اماراتو، هندوستان او ان امریکا متحده ایالاتو پورې د طالبانو ملاتړي بلاک سره یې د نیږدې اړیکو خبرونه ورکړل شوي، ګومان کیږي چې د پلار د واکمنۍ له تجربې یې ډېر څه زده کړي.
هغه فکر کوي، چې د پلار برعکس باید د پاکستان د وساطت پرځای خپله د طالبانو د یوه نسبتاً هوښیار جریان په ملتیا په څه ناڅه مستقیمه توګه نړیوالو سره باید اړیکې ولري.
یعقوب، ملا برادر، سراج الدین حقاني او نور طالب مشران سره له دې، چې د ټولو اصلي ریښه پاکستان ته ورګرځي، خو داسې ښيي، چې پاکستان نه د لرې کیدو، یا ښایي د همدغه هېواد په اشاره داسې تمثیل کوي، چې نړۍ سره د مستقیم یا د پاکستان له اغېزې د خوندي اړیکو په تکل کې دي.
په دې برخه کې طبیعي ده، چې د پاکستان له ډېرې ملګرتیا، د ډېرو بدو تجربو او نتیجو ترلاسه کول، په عامه ذهنیت کې تر حده زیات نفرت سره مخامخیدل، د کمو اقتصادي او نورو امکاناتو ترلاسه کول او بالآخره د ژر بیرته پرځیدو محاسبه ورسره موجوده ده.
د وخت له تېریدو سره په عمل کې ولیدل شول، چې د ملا یعقوب او له پاکستان څخه د فاصلې اخیستونکو نورو طالب مشرانو محاسبه ډېره کامیابه نه وه. پاکستان، د طالبانو د رامنځته کوونکي او واک ته رسونکي اصلي ادرس په توګه دغه باور لرونکي طالبان په ډېرې اسانۍ مهار او کمزوري کړل، ان پښېمانه یې هم کړل.
د ملا یعقوب وروستۍ مرکه، تر ډېره دا وښوده چې دی پر پاکستان د ځينو رسنیزو نیوکو د جبران او بښنې غوښتلو لپاره د تلویزون سکرین ته راغلی او نورو سیمه ییزو هېوادونو ته هم ډاډ ورکوي، چې دی له سیمه ییز بلاک څخه د طالبانو ملاتړي نړیوال بلاک ته نه دی ورغلی، یا لږ ترلږه په دغو اړیکو کې توازن ساتلو ته ژمن دی.
پر امریکا د ملا یعقوب ځينې سازمان شوې او ډېرې نرمې نیوکې او پر دې یې تورنول، چې د سیمې هېوادونو سره د دوی د اړیکو خړولو په هڅه کې دي، سیمه ییزو هېوادونو ته د بیا نیږدې کیدو لپاره د نوموړي تکتیکي برخورد و.
دا چې ملا یعقوب او نور طالب مشران به په عین حال کې څنګه د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو ملاتړ ترلاسه او د قدرت او مشرۍ پر سر روانې سیالۍ وګټي، ستونزمنه پوښتنه ده.
طالبان دا ځل د نورو سختو ننګونو ترڅنګ، د سیمې او نړۍ ترمنځ د اړیکو ساتلو په توازن کې له سختو ننګونو سره مخ دي، ځکه هم یې سیمه ییزو قدرتونو او ملاتړو ته د بېلابېلو استخباراتي ماموریتونو ژمنې ورکړي او هم یې نړیوالو ملاتړو سره داسې ژمنې کړي.
د دغو متضادو ژمنو د سرته رسولو او موازنې لپاره د ملا یعقوب په شان ټول طالب مشران سرګردان او لار ورکي دي. دا سرګردانۍ او جنجالونه هیڅکله په فرمایشي تلویزوني مرکو، ډاډ ورکولو او ژمنو نه شي حلیدای؛ بلکې داسې مرکې ښایي پر یوه طالب لوري، د یوه ملاتړي بهرني لوري باور هم خراب کړي.
د سیمې او نړۍ د متضادو ګټو د ساتلو او ملګرتیا موضوع د تاریخ په اوږدو کې افغان واکمنو ته یوه لویه ننګونه وه او طالبانو ته، چې د نړیوالو اړیکو او سیاست الفبا سره لا بلد نه دي او ټوله تکیه یې د څو زده کړو سورتونو او دعاګانو په ویلو ده، دا ننګونې ختمول او د خپل رژيم ساتل او بقا به بیخي ستونزمنه شي.