لوړه بیه او ټيټ کیفیت؛ هېوادوال د انټرنټ د سرعت له پڅوالي شکایت کوي

۲۱ پېړۍ چې موږ پکې ژوند کوو، د معلوماتو پېړۍ په نوم پېژندل کيږي. په دې پيړۍ کې انټرنټي خدمتونه د خلکو د ورځني ژوند يوه برخه ګڼل کيږي. د نړۍ په کچه ګڼ خلک د معلوماتو د زياتېدو، زدهکړې، سوداګريزو راکړو ورکړو، ساتېرۍ او تفريح لپاره په انټرنټ پورې تړلې دي او له يوې لسيزې راهيسي د افغانانو په منځ کې هم د انټرنټ کارول د پام وړ زيات شوي دي. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، څه باندې ۲۶ میليون تنه چې د افغانستان د نفوس شاوخوا ۸۰ سلنه کيږي، له انټرنټ څخه کار اخلي لري.
که څه هم په پرمختللو هېوادونو کې د ټکنالوژۍ د لمنې په پراخېدو سره انټرنټ تر پنځم نسل يا (۵G) پورې بازار ته وړاندې شوی دی او خلک ترې ګټه پورته کوي، خو په افغانستان کې لا هم د انټرنټ دويم نسل يا (G2 (د کار اخيستو وړ دی. د خلکو ډيره لږه سلنه د انټرنټ دريم یا څلورم نسل ته لاسرسی لري. يو شمېر هېوادوال له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې شکايت لري چې د انټرنټ د دریم يا څلورم ( (۴G-3Gخدمتونه په واقعي توګه نه وړاندې کيږي، بلکې هماغه د دويم نسل انټرنټ چې ټيټ کيفیت لری او په پرمختللې نړۍ کې د استفاده وړ نه دی په هېواد کې په لوړه بيه د انټرنټ کاروونکو ته وړاندې کيږي.
په افغانستان کې د انټرنټ لوړه بيه او ټيټ کيفيت تل يوه جدي او د بحث وړ موضوع پاتې شوې ده. کلونه کيږي چې هېوادوال د انټرنټ له کيفيت او بيې شکايت لري. د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو پر بنسټ په افغانستان کې د انټرنټ بيه د ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو په پرتله لږ تر لږه لس برابره ده.
۴۶ کلن محمد آصف په کابل ښار کې سوداګر دی. هغه تر ډيره د سوداګريزو راکړو ورکړو لپاره ګاونډيو هېوادونو ته تګ راتګ لري. محمد آصف وايي:« دلته ډ انټرنټ بيه خورا لوړه ده، په پاکستان کې ۲۵جي بي انټرنټ د ۲۰۰کلدارو په بدل کې اچوم او هر څومره چې ترې کار اخلم نه خلاصيږي، دوه يا درې اونۍ چې هلته پاتې کیږم ، ښايي ۱۰جي بي مصرف شي. خو په کابل کې ۲۰جي بي د زر افغانيو په بدل کې فعالوم، خو لا مياشت پوره نه وي چې انټرنت خلاص شي.»
په افغانستان کی د انټرنټ د بيې پر لوړوالي سربېره، يو شمير هېوادوال ۸صبح ورځپانې ته وايي چې د انټرنټ د کميت او اندازې په تړاو هم ډاډمن نه دي. هغوی زياتوي چې د انټرنټ کڅوړې تر هغې اندازې کمې دي، چې پر کاروونکو پلورل کيږي.
شاه محمد په کابل کې د درملو د يوه واردوونکي شرکت کارکوونکی دی. هغه وايي چې هغه اندازه انټرنټ چې کاروونکي يی له مخابراتي شبکو ترلاسه کوي، تر هغه څه کم دی چې پېري يې. هغه وايي: «دا موضوع په عمل کې راته ثابته شوې ده. يوه ويډيو مې له انټرنیټه ډانلوډله چې د ۲،۴جي بي په اندازې وه او ما درې جي بي انټرنټ فعاله کړ. د ويډيو د ډانلوډ وروستيو ته رسيدلی وم چې له شبکې راته پيغام راغی چي ستاسو د انټرنټ کڅوړه ختمه شوې ده.» د کابل ښار دغه اوسيدونکی زياتوي:« همالته پوه شوم چې کاروونکو ته بشپړه بسته نه ورکول کيږي.»
د انترنټ د بيې او اندازې ترڅنګ، د انټرنټ ټيټ کيفيت يوه بله جدي ستونزه ده چې په هېواد کې يې د انټرنټ د کاروونکو شکايتونه راپارولې دي. هېوادوال ټينګار کوي چې ټولې دولتي او خصوصي مخابراتي شبکې کم کيفيته او کم سرعته انټرنت بازار ته وړاندې کوي. محمد اجمل د چين هېواد په يوه پوهنتون کې د دريم کال محصل دی، چې د کرونا ویروس له وبا او چين ته د سفر له محدوديت وروسته، يو څه موده په آنلاين بڼه پر زده کړو بوخت و، خو د چټک انټرنټ د نشتوالي له امله اړ شوی دی چې له پوهنتونه تأجيل واخلي. محمد اجمل د انټرنت د کيفيت په تړاو وايي: «له کرونا وروسته، موږ د چین په شانګهای ښار کې آنلاین درس پېل کړ او له بیلابیلو هېوادونو نه محصلان پر زده کړو بوخت شول. ما نږدې دوه میاشتې آنلاین درس ولوست، خو د قوي انټرنټ د نشتوالي او هغه د بیې له لوړوالي له امله مجبور شوم چې تأجیل واخلم، ټولګي وال مې چې د نورو هېوادونو وو، سږکال فارغ شول، خو زما درس پاتې شو،لامل یې یوازې همدا کمزوري انټرنټ و.»
د یادونې وړ ده چې، دوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د انټرنټ له ټيټ کفیته د شکایتونو د زیاتېدو په لړ کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وویل، چې ۹۰ سلنه خلک انټرنټ ته لاسرسی لري او له دې منځه دوه ویشت میلیون تنه د دویم نسل انټرنټ او شپږ میلیون تنه د دریم نسل انټرنټ کاروي. که څه هم دغه وزارت ژمنه کړې وه،چې د انټرنټ د کیفیت د لوړولو او د بیې د ټيټولو لپاره به کوټلي ګامونه واخلي، خو تر اوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.
دا په داسې حال کې ده،چې افغانستان د انټرنټ له نړۍوالې شبکې سره د ګاونډيو هېوادونو له لارې وصل دی او افغانستان له دغې شبکې سره د وصلېدو لپاره چې په فرانسه کې موقعیت لري، باید ګاونډيو هېوادونو ته د ټرانزیټ حق ورکړي. د ورکړل شویوشمېرو له مخې، اوسمهال په هره ثانیه کې شاوخوا سل جي بې انټرنټ هېواد ته واردېږي،چې له دې منځه ۳۰ سلنه یې د دوو دولتي مخابراتي شرکتونو له لارې او ۷۰سلنه یې د خصوصي مخابراتي شرکتونو له لارې وړاندې کیږي.