د سون توکو لوړه بیه؛ د جوزجان اوسېدونکي له وزګارۍ او بې وزلۍ شکایت کوي

د ژمي په رانږدې کېدو سره د جوزجان اوسېدونکي د وزګارۍ او د سون توکو له لوړې بیې شکایت کوي. د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکي د طالبانو او مرستندويه بنسټونو له بې غورۍ شکايت کوي او وايي، په دې ورځو کې د دوی وضعیت د ځانمرګو بریدونو د وخت په پرتله له زیاتو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا خلک د سرپناه له نشتوالي، وزګارۍ او د سون توکو د بیو له لوړوالي کړېږي.

د شبرغان ښار يو اوسېدونکی سميع الله چې د کار له نشتوالي سره مخ دی وايي، يو شمېر مرستندويه موسسو له کورنيو سره يوه کڅوړه اوړه او يوه بوشکه غوړي مرسته کړې، خو د ژمي د تېرولو لپاره دغه اندازه خوراکي توکي بسنه نه کوي. هغه له طالبانو او مرستندويه موسسو غوښتنه وکړه، چې د ښاريانو لپاره د کار زمينه برابره کړي، ترڅو کورنۍ وکولای شي خوراکي او د سون توکي واخلي، چې د سړه په موسم کې جدي اړتيا بلل کېږي.

د شبرغان اوسېدونکي پر مرستندويه موسسو تور لګوي چې د طالبانو د بقا لپاره کار کوي او وايي چې دغه موسسې د يوې بورۍ اوړو او یوه بوشکه غوړيو په مرسته خلک تېر باسي.

د شبرغان ښار يو بل اوسېدونکى جوره قل وايي، چې د ژمي موسم رارسېدل د عامو خلکو لپاره له يوې چاودنې او ځانمرګي پېښې سره کوم توپير نه لري. هغه زیاتوي: «که په دې موسم کې کورنیو ته د سوند توکو مرسته ونه شي، موږ به د سړه په موسم کې د ډېرو هغه پېښو شاهدان یو چې ماشومان، بوډاګان او ښځې د دی سړې هوا قرباني شي.» جوره قل د یوې اوو کسیزې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده چې د ښار په یوه نانوایې کې د ورځې په ۲۰۰ افغانۍ کار کوي. دى وايي، چې د ٢٠٠ افغانيو په معاش نه شي کولاى د خپلې اوو کسیزي کورنۍ ډوډۍ پوره کړي. د هغه په ​​وينا، جوزجان يو له هغو ولايتونو دى، چې د تېلو د کانونو په لرلو سره، د سون توکو بيه څو برابره لوړه شوې ده.

د جوزجان يوه بله اوسېدونکې حبيبه چې د يوې پنځه کسيزې کورنۍ مشره ده، وايي: «د ژمي په موسم کې نه د سون توکي لرو او نه خوراکي.» هغه زياتوي، چې په کور کې د خیاطی کار کوي، خو د خلکو د خراب اقتصادي وضعيت له امله يې کاروبار په ټپه ولاړ دى. حبيبه وايي، هره مياشت د خپلو پېرودونکو لپاره له درېیو تر پنځو جوړو کالي ګنډي او په لږو عايداتو سره خپلو ماشومانو ته د درې وخته ډوډۍ پرځای یوازې د یوه وخت ډوډۍ برابروي.

حبيبه وايي، چې د سړه موسم په رانږدې کېدو سره يې او د کورنۍ کړاوونه زيات شوي او د سون توکو د پېرلو وس نه لري.

د شبرغان اوسېدونکي چې د سوداګرۍ له کمښت او د سون توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي، له طالبانو او مرستندويه موسسو غوښتنه کوي چې د کار زمينه دې ورته برابره کړي، ترڅو وکولی شي د خپل ژوند څرخ په خپله وګرځوي. دوی بیا هم له مرستندویه موسسو غوښتنه کوي چې د سوند توکو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، ترڅو دوی د سړه موسم تېر کړي.

د مرکزي احصایې د ادارې له خوا په ۱۴۰۱ کال کې د جوزجان ولایت د نفوسو شمېر ۶۳۲ زره اټکل شوی و چې ۹۰ سلنه یې د ژمي په موسم کې د سون توکو له نه شتون او یا کمښت سره مخ دي. وروسته له هغه چې طالبانو د هېواد واک تر لاسه کړ، د کار د نشتوالي له امله خلک د پېرلو وس نه لري او له بلې خوا پاکستان ته د کاني توکو لکه فوسیلي موادو صادراتو په کورني بازار کې د سون توکو بیې لوړې کړې دي.

Back to top button