حجاب یا ډوډۍ؛ کوم یو لومړيتوب لري
لیکوال: شهاب

په دې ورځو کې پر سړکونو او عمومي ځایونو کې هرې خواته چې وګورئ، هغه څه شي ته مو چې پام ورګرځي، په دېوالونو لیکنې دي چې ښځې د حجاب مراعت کولو ته وربولي. په دېوالونو دغه لیکنې طالبانو چمتو کړې دي او په څلورلارو، ښار ته د ننوتلو په لارو او د لویو لارو پر سر لیکل شوې دي. په دېوالونو لیکنې د دې څرګندوینه کوي چې د طالبانو تر ټولو اړین لومړیتوب، ښځې د حجاب مراعت کولو ته اړ ایستل دي. په یو له دغو دېوالونو لیکل شوي چې که چېرې ښځې حجاب په پام کې ونه نیسي، اسلام له خطر سره مخ کېږي. بل ځای لیکل شوي چې د زرګونو طالب جنګیالیو وینې بهېدلې څو د ښځو له سر نه حجاب لیرې نه شي. له همدې امله، د طالبانو لپاره پر ښځو د حجاب تحمیلول د پام وړ ارزښت لري. په بل ځای کې لیکل شوي دي چې لوېدیځ او استعمار غواړي مسلمانې ښځې بې عزته کړي او د هغو په منځ کې د بې حجابۍ فرهنګ دود کړي او مونږ مسوولیت لرو چې په ټول قوت سره د دغه فرهنګ پر وړاندې ودرېږو.
څوک چې ذهن یې تش وي، د دغو لیکنو د ویلو پر مهال، داسې فکر کوي چې ګواکې د طالبانو له راتګ وړاندې د افغانستان ښځې د حجاب د اغوستلو له پلوه په بد وضعیت کې وې او په هېواد کې د بې پردې حالت، فساد او فحشا خپل اوج ته رسېدلي وو او اوسمهال چې طالبان واک ته رسېدلي دي، هوډ لري څو ښځې له بې لارې توب نه وژغوري او د دیني قوانینو تابع او د ټولنې فضا سالمه کړي. دا په داسې حال کې ده چې رښتیا د طالبانو د تبلیغاتي ادعاوو خلاف دی. د طالبانو له بیا راتګ نه له دوو کلونو لږ وخت کېږي او امکان نه لري چې خلکو دومره ژر هر څه هېر کړي وي. دا سمه ده چې ښځې د طالبانو له حاکمیت وړاندې له ازادیو یې ګټه اخیستله او د حکومت له لوري هم د حجاب په اړه تند چلند نه ترسره کېده، خو ډېری ښځو شرعي حجاب په پام کې نیوه او داسې چلند یې نه ترسره کاوه چې د ښار د محتسبینو له نظره، شهوت پارونکی او تحریک کوونکی واوسي. البته د طالبانو له راتګ وړاندې د ښځو له لوري د حجاب په پام کې نیول، کېدای شي د زړه د اعتقاد له مخې و یا هم کېدای شي د کورنۍ او ټولنې له چلندونو سره د نه مخامخ کېدو په موخه ترسره کېده. هر څه چې وو دا ټکی روښانه دی چې په هغه وخت کې ډېری ښځو حجاب په پام کې نیوه او د نورو اسلامي هېوادونو په پرتله، د افغانستان ښځې د حجاب له پلوه په ښه وضعیت کې وې. څو کلونه وړاندې د افغانستان یو پوه او عالم سړی چې یو سنتي کس هم و او ډېر کلونه یې په بهر کې تېر کړي وو او افغانستان یې له نېږدې نه و لیدلی، تر هغې وروسته یې چې څو اوونۍ په هېواد کې تېرې کړې، د هغه لپاره تر ټولو د حیرانتیا خبره دا وه چې د هغه په تعبیر، «د افغانستان د ښځو د بې حجابه کولو لپاره د لوېدیځ له دومره هڅو سره سره، لا هم د دغه هېواد د ښځو حجاب د نورو اسلامي هېوادونو په پرتله د منلو وړ دی او لا هم لوېدیځ نه دی بریالی شوی د هغو په منځ کې ځاله وکړي.»
د یادولو وړ ده چې د شرعي حجاب د تعریف په اړه د مسلمانانو پوهانو ترمنځ، له پېړیو راهیسې اوږده بحثونه ترسره شوي او په دې اړه بېلابېل نظرونه بیان شوي دي. سربېره پر دې، هېڅ یو تعریف چې د اسلامي عالمانو له لوري وړاندې شوی دی، له هغه تعریف سره چې طالبان یې د حجاب په اړه وړاندې کوي، یو شان نه دی. طالبان په ناروا ډول ځانونه د امام ابوحنیفه د مذهب لارویان بولي، خو په عمل کې د ښځو له حقونو، ازادیو او حجاب سره یې چلند، حتی د هغو خلکو له چلند سره چې په تېرو زمانو کې له ښځو سره ظلم کاوه، هم ورته او یو شان نه دی. طالبان خپل فرهنګ او کلتور او کلیوالي تجربې د حجاب او د کورنۍ له حریم نه د ملاتړ په نوم پر ټولنې مني او د دې هېڅ پروا نه لري چې کېدای شي دغه کړنه ددې پر ځای چې په ټولنه کې د دین ارزښت پیاوړی او اوچت وساتي، د دې لامل شي چې د خلکو په زړونو کې د دین پر وړاندې بدبیني زیاته شي.
له دې ورهاخوا، سره له دې چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې بې وزلي تل د خلکو ژوند تریخ کړی دی، خو د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو وروسته، فقر او بې وزلي د پام وړ پراختیا موندلې او زیاته شوې ده. اړتیا نه شته چې د نړۍوالو اړوند بنسټونو د شمېرنو په اړه چې وړاندې کوي یې، قضاوت وکړو او یا هم د بې وزلۍ د ژورتیا او شدت په اړه فکر وکړو. کافي ده یوازې د روژې یو مازیګر د پلازمېنې سړکونو ته دباندې ووځو او یو زیات شمېر خلک له خیریه بنسټونو یا هم د شتمنو خلکو له لوري د مرستو ترلاسه کولو په تمه ووینو. دوی مسلکي سوالګر نه دي، بلکې نورمال خلک دي چې د طالبانو له راتګ وړاندې، د خپل ژوند په چارو بوخت وو او د هغو کارونو له امله چې پکې بوخت وو، د خپلې کورنۍ لپاره یې یوه نمړۍ ډوډۍ چمتو کوله. طالبانو، زرګونه سوالګر د ښار له شاوخوا سیمو ټول کړي دي، خو داسې شرایط یې برابر کړي چې زرګونه نور د سوالګرۍ په لور هڅوي. روښانه نه ده د افغانستان راتلونکې له هغه جمعیت سره چې یوه زیاته برخه یې په سوال کولو خپل ژوند تېروي او یوه بله برخه یې په بېلابېلو رواني ناروغیو اخته شوي دي، څه ډول راتلونکې به ولري.
اوس چې کومه پوښتنه په ذهن کې پیدا کیږي، دادی: ایا حجاب او د ښځو په کور کښېنول، د یوه هېواد لپاره له ډوډۍ او اقتصاد نه مهم دی؟ طالبان ولې د دې لپاره چې د لوږې او بې وزلي د له منځه وړلو لپاره تدابیر په پام کې ونیسي، ټول ټینګار یې د ښځو په حجاب او پردې دی؟ د طالبانو رژیم ولې پر ښځو او نجونو د شدیدو محدودیتونو په لګولو، د مدني ټولنې د غږ غلي کولو او د مخالفینو وژل او زندان ته په اچولو سره، له نړۍ سره د تعامل لاره پر خپل مخ تړلې او له دې لارې یې بېلابېل تحریمونه او محدودیتونه یې پر هېواد لګولي دي. په هغه ټولنه کې چې فقر او بې وزلي له خپل حد نه زیاته شي او انسانان د خپلو فزیولوژیکو اړتیاوو د حل لپاره ګڼ شمېر کړاونه وزغمي، د حجاب د موضوع د یادولو لپاره څه اړتیا ده؟ ایا طالبان په بله نړۍ کې ژوند کوي او د خلکو له اصلي ستونزو هېڅ نه دي خبر؟
راپورونه ښيي چې د طالبانو په بیا راتګ سره، په هېواد کې فحشا پراختیا موندلې ده. د فحشا وده د هغه وضعیت د سیوري لاندې چې طالبانو رامنځته کړې دی، طبیعي امر او د وړاندینې وړ دی. په هغو ټولنو کې چې انسانان یې د لومړنیو اړتیاو ترلاسه کولو لپاره له ستونزو او کړاونو سره مخ وي، فحشا ډېر ژر وده کوي. هغه پوښتنه چې باید وپوښتل شي، دا دی چې که چېرې طالبان په رښتیا هم د ښځو د عزت او پردې پلویان وي، ولې د حجاب په اړه پر شعارونو د ټینګار پر ځای، داسې برنامې ترلاس لاندې نه نیسي څو ټولنه د رفاه تر هغې کچې ورسېږي چې په ټوله کې د انسانانو کرامت او په ځانګړي ډول د ښځو کرامت او ابرو لهمنځه ولاړې نه شي؟
زمونږ په ګاونډ کې د ایران هېواد دی. په دې هېواد کې حاکم سیاسي نظام له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې هڅه کوي د حجاب اغوستل د ښځو او نجونو ترمنځ پراختیا ورکړي، خو لا تر اوسه دا هڅه نه یوازې دا چې بې پایلې وې، بلکې د حکومت له لوري جبر او محدودیت د دې لامل شوی ښځې ورځ تر بلې له حجاب نه واټن ونیسي. کېدای شي د ایران اسلامي جمهوري کولای شوای په سیاسي او اقتصادی برخو کې د منلو وړ لاسته راوړنو ته ورسېږي، اسلامي حجاب په اړه خبرې یې د ایراني ښاروندانو ترمنځ ډېر اورېدونکي درلودی؛ خو اوس چې د دغه هېواد اقتصاد په ایران کې د حاکم رژیم د سیاستونو له امله د له منځه تللو په حال کې دی او دغه راز د ایران په سیاسي فضا کې ناندرۍ خپل اوج ته رسېدلي دي، ایرانيو ښځو او نجونو د ایران د حجاب اړوند د قوانينو پر وړاندې مخالفت وکړ او داسې ښکاري چې دوی به تر اخيره مبارزه وکړي.
لنډه دا چې که طالبان په رښتیا هم په دې هڅه کې دي چې ښځې او نجونې د هغوی د پام وړ حجاب په پام کې ونیسي، باید د حکومتولۍ په برخه کې خپله بریا عملا په اثبات ورسوي او په بېلابېلو برخو کې له خپل ځانه د دفاع وړ لاسته راوړنې پرځای پرېږدي. بې مفهمومه شعارونه او بې محتوا او احساسات پارونکي کمپاینونه کېدای شي یو شمېر خلک د لنډمهال وخت لپاره وغولوي، خو هغه څه چې په اوږد مهاله کې د پام وړ دي، د منلو وړ کړنې دي. تر دا مهاله پورې چې طالبانو ډېری کارونه ترسره کړي دي، نه یوازې د هغوی او خلکو ترمنځ یې واټن زیات کړی، بلکې ډېری خلک یې د «اسلامي حکومت» د داعیې پر وړاندې بې باوره او کرکجن کړي دي. خلک په خپلو سترګو ویني چې طالبان لویې تېروتنې ترسره کوي او د خلکو حقونه خوري، خو هڅه کوي خپلې رښتینې څېرې په ظاهرا د اسلامي شعارونو ترشا پټې کړې او له اسلام نه د خپلو بدو کړنو د توجیه لپاره ګټه واخلي.