ایډیال نه لرل او شخصیت پرستي

له رنسانس وروسته او زموږ په پېر کې د سیاست د بوتانو د ماتولو لپاره ډېرې هڅې شوې دي. د ټولنیز تړون طرحه او له ټولنیزو قوانینو او نورمونو نه د تقدس له منځه وړل په همدې موخه ترسره شوي دي او هڅه شوې چې د فرمان او فرمان ورکوونکي، روحاني او ستر مشر ځایونه، رایې او ټولیز مشارکت وټاکي. خو لاهم پرسیاست د شخصیت پالنې سیوری غوړیدلی دی. له ختیځه تر لوېدیځه ډیرې ټولنې د ژوندیو یا مړو بوتانو په بند کې اېسارې پاتې دي او غوره شخصیتونه، استثنایي مشران او رهبران د ګوندونو، ټولنو، اتحادیو او نورو ولسي بنسټونو پرځای فکر کوي او عامیان او د خلکو پرګنې د ګوتو په شمېر مخکښانو په سیوري کې ورکېږي، څومره چې ټولنه شاته پاتې وي، هومره ستر مشران لري او د شخصیت د بوتانو جوړول پکې ډیر وي. په افغانستان کې تنظیمونه او هغه بهیرونه چې له شاهي نظام، پلارواکۍ او ملوک الطوایفۍ سره د مبارزې په نوم یې سیاست کولی، په خپله په سیاسي شخصیت پالنې او سیاسي ګډوډۍ کې ډوب شوي دي. داسې چې له هغوی نه داسې د مبارزې دود، سازمان، کتاب او مفکوره میراث نه ده پاتې شوې چې د هغوی د هویت اوایډیال ښودونکې وې، بلکې ډيری دغه ډلې یوازې د هغوی د مشرانو په نوم یا قبر سره پيژنو. په وروستیو څو لسیزو کې له آرمان او تفکر نه د سیاست ډګر له خالي کېدو او دغه راز د خلکو او سیاستوالو ترمنځ د واټن په زیاتېدو سره د افغانستان په سیاست کې د رهبرانو د قبر رول پیاوړی شوی دی. د قوماندانانو او د تنظیمونو د مشرانو مجلل قبرونه چې پر ښکلو غونډیو، بڼوڼو او زیارت ډوله انګړونو کې جوړ شوي دي، له هغه څه سره چې له هغوی نه په سیاست او ټولنه ک په میراث پاتې دي، د پرتلې وړ نه دي.
طالبان چې هڅه کوي خپله ډله ایډیال لرونکې وښيي، له شریعت او دین نه یې بېرغ جوړکړی، ساده ژوند کول او د خپلو هدیرو ښکلي نه جوړول نندارې ته وړاندې کوي، په واقعیت کې یې شخصیت پرستي د ملا تېر دی. په څلور لسیزې جګړې او د غويي د اومې له سیاست وروسته، هېڅ یوه رهبر او قوماندان د ملاعمر په کچه د شخصیت بوت نه دی لرلی. په نوي یمه میلادي لسیزه کې طالبان د ملا عمر پر نامه د ابهام او تقدس د سیوري په غوړولو سره وتوانیدل چې په خپله ډله کې د آرمان او ایډیال ځای ډک کړي. هغوی خپل لوی ملا ته خرقه ورواغوسته، د رایې پرځای یې بیعت ورسره وکړ او کله یې چې هغه د خلکو له سترګو پټ وساته د هغه په نوم او د شخصیت په بوت سره یې د خپلې ډلې د نامتجانسو قوماندانو او سرغړوونکوجنګیالیو ټولګه تر یوه چت لاندې راټوله کړه. د طالبانو تاکتیک د نورو تنظیمونو او سیاسي ډلو اپوټه و. خلقیانو د خپل ستر مشر لپاره اثر را اېسته او هغه یې د ادبیاتو او سیاست نابغه تبلیغاوه، هرځای یې عکسونه خپرول او هڅه یې کوله چې له هغه جامع الکمالات او هرځای حاضر شخصیت جوړ کړي. جهادي تنظیمونوهم د خپلو مشرانو او قوماندانانو د کتاب، عکس، فلم او ویناوو په خپرولو سره هڅه کوله چې هغوی استثنایي او فوق العاده شخصتونه وښيي.
د هغوی له مرګ وروسته د مجللو قبرونو جوړېدل هم هماغه د طالبانو د تاکتیک ښودل او په سترګو کې ننوتل دي. خو طالبان د خپلو بې څېرو، بې غږو او بې اغېزو مشرانو په پټولو او پر هغوی د تقدس د څادر په غوړولو سره غواړي له هغوی بې بدیله او اثتثنایي شخصیتونه جوړ کړي. د ملا عمر د قبر ښکاره کول هم د طالبانو د سپيڅلي کولو د سیاست دوام دی. طالبانو د خپل مشر د قبر د تصویر په خپرولو سره چې پر ښکلې غونډۍ، د ښار په زړه او په مرمرینو ګمبزو او ښکلو ګلانو کې نه، بلکې په یوه بې نومه کلي، بې ګلانو او بوټو خاورینې ځمکه کې د ګمبزې اوښکلي انګړ له لرلو پرته جوړ شوی دی، هڅه کوي هغه تر نورو رهبرانو ښه وښيي او د هغه له شخصیت پرستۍ سره مرسته وکړي. د جهادي تنظیونو او نورو سیاسي بهیرونو له تګلارې سره د طالبانو د تاکتیک اصلي توپېر په شخصیت پالنه کې افراطي ریاکارۍ ته د دې ډلې مخه کول دي. نور هم ریاکاره وو، خو ریا د طالبانو تر ټولو مهمه سیاسي وسیله ده. هغوی نن ملا هبت الله د خلکو له سترګو لېرې ساتي، نیغ په نیغه یې څېره نه ښکاره کوي. عکس او غږیې هر ځای خپروي، نه په دې دلیل چې سیاست ولسي پاتې شي او د طالبانو مشر په رسنیو او غونډو کې په خپل حضور سره د خلکو رایه او اراده زیانمنه نه کړي، بلکې د هغه پر نوم او مقام د ابهام د پردې په غوړولو سره هڅه کوي، د خلکو رایه او اراده سلب کړي او د پردې تر شاه ناست دغه ملا ترټولو غوره او بلامنازعه واکمن وښيي.