د تاریخ تکرار؛ د طالبانو ملاتړ ترهګري پیاوړې کوي

په افغانستان کې په تېرو څو لسیزو کې د تاریخ د تکرارېدو مقوله ښې بیلګې لري. په هېواد کې د شوروي اتحاد او امریکا ماتې او د اتیایمې لسیزې او اوس د بحثونو او غوښتنو تکرار، په افغانستان کې د تاریخ د تکرار یوه څرګنده نښه ده. شوروي اتحاد د پاکستان په ملاتړ د جهادي ځواکونو له خوا مات شو. د سور پوځ د شتون په کلونو کې پاکستان د جهادي قوتونو ستراتیژیک، ایډیالوژیک او د وسلو تر چمتو کولو پورې، د سړې جګړې د دغه قطب تر بشپړې ماتې پورې یې د جهادیانو له ملاتړه ډډه ونه کړه. د امريکا، پاکستان او عربي هېوادونو په ملاتړ د جهادي ځواکونو له خوا تر د ماتي سره د مخامخ کېدو وروسته شوروي اتحاد له افغانستانه پرته له کوم شرطه ووتل. په هغه وخت کې امریکا له افغانستانه د شوروي د وروستي عسکر وتل ولمانځل او په یو ډول یې کرملین ته د ویتنام څخه د خپلو وتلو ترخه مزه ور وڅکله. د طالبانو له راڅرګندېدو او د سوداګرۍ پر نړیوالو برجونو له برید وروسته د امریکا او غربي متحدینو پښې افغانستان ته راکش کړ. امریکا او ناټو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ماموریت کې له شاوخوا دوه لسیزو حضور وروسته په غیر مسوولانه ډول له افغانستانه ووتل. د تاریخ د تکرار له دغو سناریو څخه یوه هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له شتون وروسته د واکمنو رژیمونو څخه د نن او پرون د نړۍ ورته غوښتنې دي. د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله احمدزي په خپله یوه وینا کې چې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند غړو ته یې وینا کوله د امریکا د پخواني ولسمشر بوش (پلار بوش) او د پخواني شوروي اتحاد د مشر ګرباچوف د وینا څو ټکې راواخیستل، دوي وایې چې دغو دواړو د افغانستان په اړه پر پنځو اصولو ټینګار کړی دی. لومړی اصل دا دی چې اړخونه باید د خبرو اترو له لارې هڅه وکړي. نور دواړه باید د افغانستان شته سیاسي واقعیتونه په پام کې ونیسي، «ډیالوگ» ته دی وهڅول شي او د اساسي حل په توګه د ټاکنو ترسره کول دی ومني؛ هغه څه چې هيڅکله نه وو شوي او نن هماغه غوښتنې له طالبانو څخه هم کېږي.

روسیې، چین، ایران او یو شمېر عربي هېوادونو چې مرکز یې پاکستان و او له طالبانو سره د ناټو د جګړې پر مهال یې له دغې ډلې ملاتړ کاوه. د جمهوریت له ړنګیدو وروسته دغو هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه فعال ساتلي، په کریملین، بیجینګ او تهران کې یې د طالبانو لپاره سري غالۍ هواری کړې او آن مخکې له دې چې پر افغانستان د دغې ډلې تسلط پیدا شي، د رسمي حکومتي چارواکو په توګه یې د دوی هرکلی وکړ. دوی له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد ناکامي بولي او فکر کوي چې له امریکا یې غچ اخیستی دی. د جمهوریت له نسکوریدو یوه ورځ وروسته روسیې او چین لوړ پوړي پلاوي کابل ته واستول او له طالبانو سره یې د اړیکو ټینګول یوه اړتیا وبلله او تمه یې وښوده چې دغه ډله به له هغو ترهګرو سره جګړه وکړي چې د دې هېوادونو ګټې ګواښي. دوی ته به اډې او د جګړې وسائل نه چمتو کوي، بلکې د امریکې متحده آیالاتو سره به یې دوښمنې دوام پیدا کړي. دغو هېوادونو هيله درلوده چې له طالبانو څخه د امريکا د ګټو د کمزوري کولو او د سيمه ييزو جهادي ځواکونو د ځپلو لپاره کار واخلي. له همدې امله، د هغوی د هڅونې او ملاتړ لپاره، دوی څو څو ځله د دې ډلې لوړ پوړو چارواکو ته اقتصادي او سوداګریزې  بستې وړاندې کړي او ډېر وخت یې د دې ډلې د لوړپوړو کسانو کوربتوب وکړ.

طالبانو چې د دوحې له تړون په برکت یې میدان ګټلی و، په کابل کې د ایمن الظواهري په وژلو سره داسې ګونګوسې وې چې د دې ډلې او امریکا تر منځ اړیکې به سړې شي او دغه ډله به نوره انزوا ته ولاړه شي، خو په عمل کې وليدل شول چې د ظواهري وژنه د طالبانو له حلقو سره په همغږي ترسره شوی وه او له هغه وروسته په افغانستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه هم زيات شول. د الظواهري په وژلو او د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د زياتوالي په اړه د دواړو لورو غبرګون هم پټ تفاهم ته اشاره کوله. امریکا له دې ډلې سره د اړیکو او نږدې کېدو په موخه د نشه یي توکو د مافیا پلار او د طالبانو یو لوی تمویل کوونکی حاجي بشر نورزی له یوه امریکايي زاړه سرتیري سره تبادله کړ او په سویس کې یې د هیواد مرکزي بانک د کنګل شویو زیرمو د لاس ته راوړلو لپاره د باور صندوق جوړ کړ او دوی افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو په بڼه هره اونۍ ۴۰ میلیونه ډالر استوي. له طالبانو سره د امریکا دغه نږدېوالي د روسیې او چین اندېښنې تر دې حده را پارولي، چې روسیې د مسکو په څلورمه ناسته کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړې او چین له خپلو اتباعو غوښتي چې له افغانستانه ووځي.

چین، د طالبانو یو بل متحد دی، چې دغې ډلې په پیل کې بیجینګ ته د واشنګټن پر ځای د خپل رژیم د ملاتړ لپاره د بدیل په سترګه کتل، په دې موده کې یې د پام وړ مالي مرسته نه ده کړې؛ ځکه د دغه هېواد تصمیم نیوونکي طالبانو ته د پاکستان له ضمانتونو سره سره د شک په سترګه ګوري چې په افغانستان کې د خپلو ملي ګټو خلاف د باغی ډلو له شتون څخه اندیښمن دي او د طالبانو د رژیم دوام او پیاوړتیا د خپلو ګټو په تاوان ګڼي. که څه هم اوسنی چاپېریال په افغانستان کې د چین د پانګونې لپاره مناسب دی، خو تر ټولو لوی زیان به د اویغور ځواکونو او نورو ترهګرو ډلو له لوري ورپیښ شي چې په افغانستان کې طالبانو ته ورته دی، او له بلې خوا د هند تر منځ د ګټو ټکر دی چې پاکستان به د چین د شتون لپاره د خوندي بستر په توګه له لاسه ورکړي. دا هېواد په دې هکله ښه پوهېږي او د طالبانو پر ژمنو باور نه کوي.

طالبان د یوې نیابتي ایډیالوژیکي ډلې په توګه د سترو نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو لپاره یوه وسیله ده. ټول هېوادونه هڅه کوي چې د خپلو سیمه ییزو سیالانو پر ضد یې وکاروي. له هرې خوا ټول لوبغاړي تمه لري چې له طالبانو سره معامله وکړي او خپل حریف په ګونډو کړي او په دې ډله کې د تاوتریخوالي او ځانمرګو ظرفیت د پخوا په شان لا هم فعال دی. له بلې خوا، دا ډله د زغم او خبرو خلک ندي. دوي خبرې اترې د خپلو مخالفو طرفونو د بې قید او شرطه تسلیمېدو په معنا ګڼي او په بشري حقونو، سیاسي پرمختګ او د افغانستان د نوي نسل په واقعیتونو باور نه لري. اوس هم هره ورځ د دوی صحرایې محکمې رواني دي او هره ورځ لسګونه هیوادوال په «بدوی او غیر‌انسانی» ډول محاکمه کوي. په منځلارو او سخت دریځو طالبانو ویشل یوازې د هغو کسانو په منطق کې ځای لري چې د طالبانو له شتون څخه ګټه پورته کوي. آن د پاکستان لپاره، چې د دې ډلې فکري، پوځي او د وسلو تمویلوونکی دی، دا ډله د دښمنۍ او تاوتریخوالي له لارې ورسه معامله کوي. طالبانو تر اوسه د یوه سیاسي نظام په توګه د عمل کولو وړتیا او تکتیک نه دی ښودلی. د دوی ټولې کړنې د جګړې په ډګر کې کړنو ته ورته دي. د دوی تر منځ د تصمیم نیول د سیستم او د قانون په معیارونو او تعریف شویو اصولو نه دی ولاړ. دوی له ګڼو ډلو څخه جوړ شوي چې خپلمنځې سخت اختلافات هم لري او که امریکا او نور هېوادونه یې ملاتړ ته دوام ورکړي، د تاوتریخوالي لمن به پراخه شي او افراطیت به د سیمې لپاره په جدي ننګونه بدل شي.

امریکا او نور لوی قدرتونه باید په سیمه کې پر طالبانو پانګونه ونه کړي؛ ځکه د دغې ډلې کرکه او تاوتریخوالی به له افغانستان وروسته امریکا او متحدینو ته یې تر ټولو لوی زیان ورسوي. امریکا د هغو ترهګرو ډلو له خوا چې په افغانستان کې یې اډې او پناه ځایونه درلودل د ستر بشري جنایت تجربه لري. دا هېوادونه باید د مترقي او د طالبانو ضد حرګتونو خبرداریو ته غوږ ونیسي؛ ځکه دغه ډلې له طالبانو سره سم، واقعي او منطقي تفاهم لري او هغوی ته د لنډ مهاله سیاسي پروژې په سترګه نه ګوري. له همدې امله، تر هغه وخته چې ځینې هېوادونه د طالبانو ملاتړ کوي او امریکا له دې ډلې سره نږدې اړیکې ولري، د سیمې او نړۍ امنیت به له لوی او پراخ ګواښ سره مخ شي.

Back to top button