د درې رنګه بیرغ پورته کول؛ طالبانو په سمنګان کې یو کروندګر نیولی، شکنجه او جریمه کړی یې دی

۸صبح، سمنګان: په سمنګان کې ځایي سرچینې د هېواد د درې رنګه بیرغ د پورته کولو له امله د طالبانو له خوا د یوه کروندګر د نیولو، شکنجې او جریمه کولو خبر ورکوي.

د ځایي سرچینو د مالوماتو له مخې، طالبانو درې ورځې مخکې د سمنګان د دره صوف پایین ولسوالۍ کرونګر احمدالله د تېر حکومت د درې رنګه بیرغ د پورته کولو له امله نیولی او له دوه ورځو بندي کولو وروسته یې د لړم په ۲۸مه د سپین ږیرو په ضمانت له بنده خوشی کړی دی.

د سرچینو په وینا، احمد الله چې درې رنګه بیرغ پر خپلو ځمکو پورته کړی و، له نیول کېدو وروسته په دوه ورځني بند کې وهل ټکول شوی هم دی.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو د احمد الله د خوشي کولو په بدل کې سل زره افغانۍ هم اخیستې دي.

په سمنګان کې طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو مشر د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د مخکیني دولت درې رنګه بیرغ کارول منع اعلان کړل.

ورته لیکنې

Back to top button