یرغمل نیونه که سیاسي لوبه؛ پاکستان پر افغان کډوالو فشارونه زیاتوي

امین کاوه

پاکستان له طالبانو سره له سرحدي ترینګلتیاوو وروسته، پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي دي. د پاکستان لومړي وزیر د کډوالو په تړاو د خپلې نوې تګلارې په اعلانولو سره ټینګار کړی، هغه کسان  به چې وېزه نه لري، بیرته خپل هیواد ته ستانه کړای شي. هغه ویلي، چې د پناه غوښتونکو پر وړاندې د دغه هیواد نرم چلند د ټولنیزو زیانونو او د ترهګرۍ د پیاوړتیا لامل شوی دی. له دغه حکم وروسته، پرون پولیسو د اسلام اباد په (I-11/4) سیمه کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ونیول او دا بهیر له ځنډ پرته دوام لري.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د اوسېدو د مودې د غځولو لګښتونه، د وتلو اجازه لیک او د هغو کسانو لپاره نغدي جریمه هم لوړه کړې چې د اوسېدو د مودې په غځولو کې یې ځنډ کړی دی. خو افغان کډوال بیا وايي، چې د پولیسو له چلند او فشارونو تر پوزې رسیدلې دي او له سخت وضعیت سره مخ دي. د طالبانو لاسته د افغانستان په لوېدو سره تر ۶۰۰ زرو ډېر کسان پاکستان ته تللي دي. تر دې وړاندې له دوو میلیونو زیاتو کډوالو د ملګرو ملتونو له لوري د کډوالۍ کارتونه ترلاسه کړي دي، چې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې یې موده پای ته ورسېده او اوس په میلیونونو افغان کډوال د اجباري شړل کېدو او زنداني کېدو له خطر سره مخ دي.

د پاکستان لنډمهالي لومړی وزیر انوارالحق کاکړ وايي، پاکستان ته د افغانانو د ناقانونه ورتګ د مخنیوي لپاره یې اغېزناکه تګلاره غوره کړې ده. هغه ټینګار کړی، چې د هغو کسانو پر وړاندې چې قانوني اسناد لري، یا یې نه لري او یایې جعلي هویت جوړ کړی، د دغه هېواد تګلاره بدله شوې ده.

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر زیاته کړې، هغه پناه غوښتونکي چې قانوني اسناد نه لري، له دې وروسته په دغه هیواد کې د اوسېدو حق نه لري. د هغه په ​​وينا، د کډوالو په اړه د پاکستان نرمه تګلاره بدله شوې او هغوی بايد د وېزې په اخیستو او د نورو قانوني لارو په تعقیبولو سره پاکستان ته دننه شي. هغه زیاته کړې، چې د کډوالو په اړه د پاکستان پخوانۍ تګلاره په دغه هیواد کې د ټولنیز زیانونو او د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د فډرال څېړنو ادارې ویلي، چې هیواد یې  د ننوتو او وتو ۲۷ لارې لري، چې ۱۳ هوایی ډګرونه، ۵ ځمکنۍ لارې، ۴ بندرونه او دوه رېل پټلۍ پکې شاملې دي. د دغه سازمان په وینا، هغه کسان چې په ناقانونه توګه پاکستان ته ځي، اېستل کیږي او یاهم نیول کیږي.

پاکستان په داسې حال کې د هغو میلیونونو افغان کډوالو د اجباري شړلو او نیولو امر کړی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، زرګونه کسانو د دغې ډلې د غچ اخیستنې له وېرې پاکستان ته پناه وړې ده. د بشري حقونو د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، طالبان له څه باندې دوو کلونو راهیسې د پخوانيو نظامیانو، خبریالانو، مدني فعالانو، اعتراض کوونکو ښځو او د خپلو سیاسي او فکري مخالفو ځواکونو نیولو او شکنجه کولو ته دوام ورکړی دی.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي چې په دغه هېواد کې یې ژوند ستونزمن شوی دی. هغوی  ټینګار کوي، چې د کډوالو په اړه د اسلام اباد تګلارې د بشري حقونو او ښه ګاونډیتوب له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. د دوی د څرګندونو له مخې، پاکستاني پولیس د شپې له خوا د دوی کورونو ته ننوځي او ان هغه کسان چې وېزې لري له ځانه سره بیایي او د پیسو په بدل کې یې خوشي کوي.

په اسلام اباد کې یو افغان کډوال احمد مدثر وايي: « کاشکې چې پولیس د قانون پلي کوونکو په توګه د اسنادو غوښتنه وکړي. پاکستاني پولیس فکر کوي چې افغانان په خپلو کورونو کې د ډالرو بکسونه لري او چاپې پرې وهي. تر دې مخکې چې د پاسپورټ او وېزې پوښتنه وکړي، بکسونه او المارۍ پلټي. د خصوصي حریم درناوی نه کوي، د ښځو او ماشومانو خونو ته ننوځي، په داسې حال کې چې ټول ویده وي.»

دغه پناه غوښتونکي وايي، چې د دغه هېواد د حکومت او خلکو له مېلمه پالنې مننه کوي، چې څه باندې  څلورو لسيزې يې د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپله غېږ پرانيستې ده او اوس هم هيله لري، چې په دې برخه کې نورې انساني تګلارې غوره کړي. په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د وېزې د ورکړې او تمدید په برخه کې د اسانتیاوو برابرېدل غواړي. هغوی څرګندوي، چې د وېزې غځول وړیا دي، خو هیڅ کډوال یې په قانوني توګه نه شي تمېدولای.

شمسیه (مستعارنوم) یوه اعتراض کوونکې ښځه ده. هغه د طالبانو له خوا تر تعقيبېدو وروسته، پاکستان ته تللې. شمسيه وايي: «موږ غواړو چې زموږ وېزه پر خپل وخت وغځول شي، مياشتې کېږي چې موږ نوم ليکنه کړې، خو تر څو چې په تور بازار کې پيسې ورنه کړو، وېزه نه راکوي. زموږ غوښتنه د پاکستان له حکومته دا ده چې په دې برخه کې فساد کم کړي او د غلا د مخنیوي لپاره یوه مناسبه او معقوله حل لاره پیدا کړي.»

په پاکستان کې افغان کډوال په داسې حال کې د دغه هېواد د پولیسو له خوا د نیولو له ناقانونه بهیر او ناسم چلنده شکایت کوي چې پاکستان د کډوالو لپاره کورنی قانون نه لري او د کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره یې د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون او د ۱۹۶۷ کال پروتوکول هم نه دی لاسلیک کړی چې  د دغو سندونو د مادو پر بنسټ د کډوالو حقونه په رسمیت وپېژني.

له بلې خوا پاکستان د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې له پراخو فشارونو وروسته د استوګنې د مودې د غځولو په برخه کې لګښتونه ډیر کړي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د اوسېدو د اضافي لګښتونه په برخه کې هېڅوک معاف نه دي او کډوال اړ دي چې د خپلې وېزې له ختمیدو یوه میاشت مخکې د تمدید غوښتنه وکړي. د پاکستان د نوي لارښوونې له مخې، هغه افغان کډوال چې د اوسېدو وېزه تر دوو اونیو زیاته ونه غځوي، جریمه کیږي. په لاندې جدول کې په تېر او اوس وخت کې له دوو اوونیو نیولې تر یوه کال پورې د وېزې د تمدېد په تړاو معلومات وړاندې شوي.

د وېزې ختمېدل پخوانۍ جریمه نوې جریمه
تر دوو اونیو جریمه یې نه لرله جریمه نه لري
له دوو اوونیو تر یوې میاشتې US $ 20/- US$50
له یوې میاشتې تر درېیو میاشتو US $ 50/- US$200
له درېیو میاشتو تر یوه کاله US $ 100/- US$400

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په نوي فرمان کې ویل شوي، چې له ماشومانو تر ۱۲ کلنۍ پورې اضافي لګښت نه اخیستل کېږي، خو هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۳ تر ۱۸ کلونو وي، باید د اوسېدو د تمدید ۵۰ سلنه جریمه ورکړي.

په همدې حال کې د افغان کډوالو په چارو کې د امریکا او پاکستان د همکارۍ دفتر د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوالو حضور ته په نغوتې سره ویلي، اټکل شوی چې په ۲۰۲۳ مالي کال کې د دغه هېواد اقتصادي وده له ۲ سلنې ۰،۲۹ سلنې ته راټيټه شي. د دغه بنسټ په وینا، د پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې، معیشت، تعلیم او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې به د پاکستان پر وړاندې فشارونه مثبته پایله ونه لري.

دغه دفتر وايي، د ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ پورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې درې میلیونه افغان کډوال اوسېدل، چې له دې منځه ۱.۴ میلیونه کسان د راجسټریشن کارتونه (Proof of Registration) او ۸۴۰ زره کسان د افغانستان د تابعیت کارتونه (ACC) لري، چې د  PoRد راجسټریشن کارتونو د اعتبار موده د ۲۰۲۳ کال په جنوري کې پای ته ورسیده، خو تر اوسه نه ده غځول شوې.

د روان کال د جولای په ۲۰مه، د پاکستان حکومتي چارواکو د دغو کارتونو د لرونکو د اجباري شړلو امر صادر کړی دی. ویل شوي چې د دغو اسنادو غځول یوازې د پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ترمنځ په یوې هوکړې پورې مشروط دي.

د يادونې وړ ده، چې که دغه اسناد نوي نه شي، نو په ميليونونو افغان کډوال د نيول کېدو او اجباري شړل کېدو له خطر سره مخ دي. د دغه بنسټ د معلوماتو پر بنسټ، اووه زره او ۷۵۰ افغانان له اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي او د ۱۹۶۴ کال د قانون له مخې، د نیول کېدو، شړل کېدو او جریمه کېدو له خطر سره مخ دي.

د ویلو ده، چې ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې د ۲۰۲۳ کال تر فبرورۍ پورې ۲۵۱ زره کسان په پاکستان کې د دغه سازمان دفتر ته د نوم لیکنې او پناه غوښتنې لپاره ورغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په زرګونو افغانانو پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده. په دغو هېوادونو کې پناه غوښتونکي پر اقتصادي ستونزو او د بې ځایه کېدو پر کړاوونو سربېره، د کوربه هېوادونو د پولیسو له ناسم چلند او د پراخو بندیزونو له لګولو شکایت کوي. دوی وايي، چې له یوې خوا د کډوالۍ او بې وطنۍ کړاوونو او له بلې خوا د کډوالو په منونکو هېوادونو کې د ستونزو او ننګونو زیاتېدو پکو کړي دي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د دغه هېواد او طالبانو تر منځ د کومې امنیتي پېښې یا سیاسي ننګونې په رامنځته کېدو سره پاکستان په خپلو سیاسي خبرو کې له دوی نه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او تمه لري چې د کډوالو د یرغمل کولو سیاست پای ته ورسېږي.

ورته لیکنې

Back to top button