پنجشېر کې د کورونو پلټنې؛ طالبانو تر ۱۰ زیات ملکي وګړي نیولي دي

۸صبح، پنجشېر: پنجشېر ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې د دغه ولایت په ځینو برخو کې د کورپه‌کور پلټنو خبر ورکوي.

باوري سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبانو د کورونو پلټنې شنبه سهار د لړم له ۲۱ د عنابې او رخې ولسوالیو په ځینو کلیو کې پیل کړې دي.

سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو د خپلو پلټنو پرمهال د دغو ولسوالیو تر ۱۰ زیات اوسېدونکي نیولي او یوه نامعلومه ځای ته یې لېږدولي دي.

سرچینې زیاتوي، چې نیول شوي کسان ملکیان دي او له کومې ډلې سره یې اړیکه نه لرله.

د سرچینو په وینا طالبانو له څو ورځو راهیسې د پنجشېر ځینو سیمو ته لا زیات ځواکونه لېږلې دي.

سرچینو جوته کړې، چې طالبانو تازه لېږل شوي کسان هم په کورونو، ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو کې ځای‌پرځای کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې مخکې هم پنجشېر کې د پلټنو پرمهال لسګونه ملکي وګړي نیولي، شکنجه او په ځینو مواردو کې یې وژلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button