(څنګه بریالۍ مذاکره ولرو؟) کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو
راپور: م. ظ. صمیم

د محمد نعیم عطارد له خوا لیکل شوي، څنګه بریالۍ مذاکره ولرو کتاب کې د مذاکرې لارې چارې بیان شوې دي. په دغه کتاب کې سپارښتنه شوې، یوه مسلکي مرکچي ته لازمه ده چې په ناسته کې هر ځای چې مناسبه وي باید خبرې وکړي او د مرکچي پلاوي د یوه غړي په توګه د هغو دندو په اړه چې و سپارل شوې دي پوره مالومات ولري.
دی باید د ناستې پر مهال خپل نظر وړاندې کړي، که نه بریا به د مقابل لوري په برخه وي. په کتاب کې بل مهم ټکی دا دی چې یو مسلکي مذاکره کوونکی باید وکولای شي چې جلسه مدیریت کړي. د ناستې پر مهال ځینې وخت کېدای شي حاشیوي خبرې له اصلي موضوع د وتو لامل شي، خو یو مسلکي مرکچي کولای شي په ډېر مؤدبانه ډول او په مسلکي جملو سره د جلسې موضوع بېرته اصلي موضوع ته را وګرځوي.